افغانستان سلايډ (فيچر)

سرچینې: د طالبانو او امریکایانو خبرې «پرېکنده» پړاو ته رسېدلي

په داسې حال کې چې د امریکا مشهور ټلویزیوني چاینل «سي ان ان» خبر ورکړی چې ښايي روانه اوونۍ د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د هوکړې مسوده لاسلیک شي، ټاکل شوې ده، چې نن به په دوحه کې د طالبانو امریکايي مذاکراتي ټيمونو ترمنځ وروستۍ او پریکنده خبرې پيل شي.

طالبانو او امریکایانو له تېر یوه کال راهیسې په دوحه کې نژدې لس پړاوه خبرې کړې دي.

د وروستي پړاو خبرې پر «اورکم» او «اوربند» راټولې وې. افغان حکومت او امریکايي لوري ټینګار درلود چې وسله وال طالبان د لاسلیک پرمهال اوربند ته غاړه کښېږدي. خو طالبانو له لاسلیک وړاندې د اوربند پر ځای د «اورکم» او «مناسبې فضا» خبره کوله.

له دوحې باوري سرچیني نړۍنیوز ته وايي چې امریکايي لوري بالاخره پر اورکم هوکړه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم بېګا ناوخته د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

ولسمشر غني پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ورسره طالبانو سره خبرو کې «مهم پرمختګ» شریک کړی. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په کابل کې له زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته ولسمشر غني لیکلي و چې خلیلزاد ورته ویلي چې طالبانو سره خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

اجراییه رييس عبدالله عبدالله بیا لیکلي چې مایک پومپیو ورته طالبانو سره په خبرو کې د اورکم په اړه د پرمختګ خبر ورکړی. اجراییه رييس په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړې چې دغه پرمختګ د دوه اړخیزې هوکړې لاسلیک، د بین الافغاني خبرو پیل او تلپاتې سولې زمینه برابره کړي.

پر دې سربېره، د سولې خبرو ته نژدې سرچینې وايي چې تمه ده نن په دوحه کې د طالب استازو او امریکايي لوري ترمنځ «ټاکوونکې» ناسته وشي. دا ځل د هوکړې د لاسلیک شونتیا ډېره ښکاري.

د هوکړې لاسلیک له بحث وروسته به دواړه لوري د لاسلیک پر مراسمو او راتلونکو ګامونو بحث او خبرې کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون