لوبې

هندوستان یوې ورځنیو لوبو کې وایټ واش شو

د هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه هم د نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسېده. نیوزیلینډ دغې لوبې ګټلو سره د درېیو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو لړۍ ۳ – ۰ په توپیر وګټله.

د لوبې پچه نیوزیلینډ وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کې اېل راهول سلیزې په مرسته ۲۹۶ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره راهول په ۱۱۳ توپونو د نهو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۱۲ او اییر په ۶۳ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

نیوزیلینډ لپاره بېنېټ ۴ او جمیسن او نیشم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نیوزیلینډ ۴۷٫۱ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ګپټېل، نېکولز او ډي ګرانډوم نیمه سلیزو په مرسته ۳۰۰ منډې جوړې کړې او هندوستان يي وایټ واش کړ.

نیوزیلینډ لپاره نیکولز په ۱۰۳ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۰، ګپټېل په ۴۶ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۶ او ډي ګرانډوم ۲۸ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

هندوستان لپاره چهل ۳ او ټاکور او سایني یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون