ټکنالوژي

ګلکسي اېس۲۰، اېس۲۰ پلس او اېس۲۰ الټرا سره څه توپیر لري؟

سامسنګ کمپنۍ تېره شپه ناوخته د یوې رسمي غونډې له لارې د ګلکسي اېس۲۰ ځیرک موبایلونه معرفي کړل. دغو ځیرک موبایلونه د تېر کال ګلکسي اېس۱۰ سره د ډیزاین او ځانګړنو له اړخه ډېر زیات توپیر لري.

دغه ټول ځیرک موبایلونه به ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ لرونکې مخ‌پاڼه، لږ تر لږه ۸ ګېګابایټ رم او د ۸کې وېډیو ثبتولو وړتیا ولري. ګلکسي اېس۲۰ ځیرک موبایلونه به د مارچ په ۶مه نړیوالو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

د ګلکسي اېس۲۰ بیه له ۹۹۹ امریکايي ډالر، د ګلکسي اېس۲۰ پلس بیه له ۱۱۹۹ امریکايي ډالر او د ګلکسي اېس۲۰ الټرا بیه له ۱۳۹۹ امریکايي ډالرو څخه پیلېږي.

ګلکسي اېس۲۰ الټرا بیه، چې د دغې لړۍ تر ټولو پیاوړی ځیرک موبایل دی له ګلکسي اېس۲۰ څخه ۴۰۰ امریکايي ډالره لوړه ده. خو پوښتنه دا ده، چې ایا دغه ځیرک موبایلونه د ۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت سره توپیر لري؟

۱- مخ‌پاڼه

د دغو ځیرکو موبایلونو تر ټولو عادي بڼه – ګلکسي اېس۲۰ – ۶٫۲ انچه کواډ اېچ ډي+ ډاینامېک امولېډ ډوله مخ‌پاڼه لري. انفېنېټي – او، ۳۲۰۰*۱۴۴۰ پکسل ریزلوش، اېچ ډي ار۱۰ او ۱۲۰ هرتز رېفرش رېټ څخه ملاتړ کوي. د ګلکسي اېس۲۰ پلس او ګلکسي اېس۲۰ الټرا مخ‌پاڼې هم ورته ځانګړنې لري خو د اندازې له نظره سره توپیر لري. ګلکسي اېس۲۰ پلس ۶٫۷ او ګلکسي اېس۲۰ الټرا ۶٫۹ انچه مخ‌پاڼه لري.

۲- ریفرش رېټ

درېواړه ځیرک موبایلونه په بنسټیز ډول ۶۰ هرتز ریفرش رېټ سره وړاندې کېږي چې کاروونکي د ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ انتخاب هم لري. خو د ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ انتخابولو سره د مخ‌پاڼې ریزلوشن ۱۰۸۰ پکسل ته ښکته کېږي.

 ۳- پروسېسر

ټولو ځیرکو موبایلونو کې ورته ۷ نانو متر ۶۴ بایټ اوکټا کور پروسېسر کارول شوی. ځینو هېوادونو کې به د کوالکوم سنپ ډراګن ۸۶۵ او ځینو کې به د سامسنګ کمپنۍ اګزینوس ۹۹۰ سره وړاندې شي. د یادونې وړ ده چې سنپ ډراګن ۸۶۵ له اګزینوس ۹۹۰ څخه غښتلی دی.

۴- رم

ګلکسي اېس۲۰: ۸ یا ۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا
ګلکسي اېس۲۰ پلس: ۸ یا ۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا
ګلکسي اېس۲۰ الټرا: ۱۶ ګېګابایټ رم او ۵۱۲ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا، ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا او ۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا.

۵- کامره

د کامرې په برخه کې ګلکسي اېس۲۰ الټرا تر ټولو پیاوړې کامرې لري.

ګلکسي اېس۲۰: ۶۴ مېګاپکسله ټېلېفوټو + ۱۲ مېګاپکسله وایډ اېنګل + ۱۲ مېګاپکسله الټرا وایډ. له دې سربېره ۳ چنده هایبرېډ اپټېکل زوم او ۳۰ چنده ډېجېټل زوم وړتیا هم لري.
ګلکسي اېس۲۰ پلس: ۶۴ مېګاپکسله ټېلېفوټو + ۱۲ مېګاپکسله وایډ اېنګل + ۱۲ مېګاپکسله الټرا وایډ او ډېپت سېنسر. له دې سربېره ۳ چنده هایبرېډ اپټېکل زوم او ۳۰ چنده ډېجېټل زوم وړتیا هم لري.
ګلکسي اېس۲۰ الټرا: ۴۸ مېګاپکسله ټېلېفوټو + ۱۰۸ مېګاپکسله وایډ انګل + ۱۲ مېګاپکسله الټرا وایډ او ډېپټ سېنسر. له دې سربېره ۱۰ چنده هایبرېډ اپټېکل زوم او ۱۰۰ چنده ډېجېټل زوم وړتیا هم لري.

۶- سېلفي کامره

ګلکسي اېس۲۰ او اېس۲۰ پلس ۱۰ مېګاپکسله او ګلکسي اېس۲۰ الټرا بیا ۴۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره لري.

۷- وېډیو

درېواړه ځیرک موبایلونه د ۸کې کیفیت لرونکې وېډیو ثبتولو وړتیا لري.

۸- ګرد او اوبو ضد ځانګړنه

درېواړه ځیرک موبایلونه له IP68 څخه ملاتړ کوي او د ګرد او اوبو ضد ځانګړنه لري.

۹- خوندیتوب

درېواړه ځیرک موبایلونه د مخ‌پاڼې لاندې د ګوتې نښې سېنسر او د څېرې پېژندلو ټکنالوژي لري.

۱۰- بېټرۍ او چارج

ګلکسي اېس۲۰ او ګلکسي اېس۲۰ پلس په ترتیب سره ۴۰۰۰ او ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري او ۲۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي. ګلکسي اېس۲۰ الټرا بیا ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري او ۴۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي.

۱۱- رنګ

ګلکسي اېس۲۰ او اېس۲۰ پلس به درېیو او ګلکسي اېس۲۰ الټرا به دوو رنګونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

۱۲- عامل سیستم

درېواړه ځیرک موبایلونه به انډاریډ ۱۰ عامل سیستم سره چې د سامسنګ کمپنۍ One UI په مرسته د کارونې وړ وي وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون