افغانستان سلايډ (فيچر)

کونړ کې د پاکستاني طالبانو مهم مشر په چاودنه کې وژل شوی

د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي د حكيم الله مسيد د ډلې مخكينى مشر او مهم قوماندان شهريار مسيد کونړ سرہ ډیورنډ کرښې ته نږدې چاودنه کې وژل شوی.

ويل كيږي د نوموړي موټر پر ریموټ کنټرول بم الوتی دی.

تر اوسه د نوموړي د وژنې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخستی.

د یادونې ده، چې دوې اوونۍ وړاندې په پلازمېنه کابل کې هم د پاکستاني طالبانو دوه تنه مشران شیخ خالد حقاني او یو بل کس، چې دمعلوماتو له مخې د يوې پټې لیدنې لپاره بلل شوي ول، په مرموز ډول وژل شوي وو.

پاکستان او افغانستان پر یو بل همېشه د وسله والو ډلو د ملاتړ تور لګوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون