افغانستان سلايډ (فيچر)

جرمني: هېڅ لوری باید د طالبانو او امریکا تر منځ شوی پرمختګ په خطر کې و نه غورځوي

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی «مارکس پوتزل» وايي، له ډېرو ستونزو او سخت بحث وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې پرمختګ شوی او باید دا پرمختګ په خطر کې ونه غورځول شي.

پوتزل په خپل ټویټر لیکلي « له دوحې، کابل او واشنګټن څخه د سولې وروستي خبرونه هیله بښونکي دي، د جګړې هیڅ لوری باید د طالبانو او امریکا تر منځ په ډېره سختي رامنځته شوی پرمختګ په خطر کې ونه غورځوي او ټول باید معناداره بین الافغاني مذاکراتو ته خپله لیوالیتا وښيي.»

د پوتزل په قول، جرمني تیار دی په دې برخه کې تسهیلات برابر کړي.

په ورته وخت کې د ناټو منشي ینس سټولنبرګ نن د افغان سولې په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو د مهمې غونډې په څنډه کې وویل چې د ناروې او جرمني په ګډون د ناټو دوه غړي هیوادونه چمتو دي چې د بین الافغاني خبرو اترو د پروسې کوربه وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون