افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني جرمني ته روان شو

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني نن سهار د مونیخ په امنیتي کانفرانس کې د ګډون په موخه د جرمني پر لور وخوځېد.

د خبرپاڼې په اساس نوموړی به همداراز د دې غونډې په څنډه کې د افغان سولې په اړه هم له بېلابېلو لورو سره ناستې او بحثونه تر سره کړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د ناټو عمومي منشي اعلان وکړ، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته د ناټو دوه غړي هېوادونه جرمني او ناروي د بین الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی نیولی.

راپورونه وايي، چې نن به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم د افغان سولې په تړاو مهمې خبرې وشي، چې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم تېره ورځ له دوحې نه ورغلی.

 

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون