افغانستان سلايډ (فيچر)

بامیانو او دایکنډي ولایتونو کې واورو ۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د دایکندي ولایت سیمه‌ییزو چارواکو نن پنجشنبه/سلواغې۲۴مه خبر ورکړ، چې په دغه ولایت کې د واورې ښوېدو او د لارو د بندېدو له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي.

د دایکنډي د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په دغه ولایت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. د دغه ریاست د معلوماتو په اساس د دایکندي له مرکز، ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو سره ۹۰ فیصده مواصلاتي لارې د درنې واورې ورېدو له امله تړل شوي دي.

د دایکندي ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس اسدالله سروري په خبره، چې د تیرې سې‌شنبې ورځې راهیسې د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د واورې ښوېدو ۳۱ پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلي سروري زیاته کړې: «په خواشینۍ سره چې تر اوسه ۲۱ تنه شهیدان لرو او اوه تنه ورک دي، چې په خواشینۍ سره د دوی د ژوندي پاتې کېدو احتمال هم نشته».

د نوموړي په خبره په دې کې لس تنه د یوې کورنۍ غړي هم شامل دي، چې نن سهار د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په لرګر سیمه کې د واورې ښوېدو له امله مړه شوي دي.

د سروري په وینا، چې شپږ تنه نور د واورې ښوېدو په پېښو کې ټپیان شوي او دوه حاملې ښځې د لارې د بندېدو له امله مړې شوې دي.

ښاغلي سروري زیاته کړه، چې د طبیعي پېښو له امله په دغه ولایت کې ۵۰ کورونه ویجاړ شوي، څو جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او لسګونه څاروي مړه شوي دي.

د دایکندي د ولایتي شورا غړې سیما محمدي رسنیو ته ویلي، دا چې شدید بارانونه شوي، واورې یې نرمې کړي دي او د ګواښونو او انساني تلفاتو د زیاتېدو احتمال ډېر دی.

همدا شان د دایکندي او بامیان ولایتونو په مسیر کې د شاتو، قوناق او کرمان په کوتلونو کې د پرله پسې واورې ورېدو او توپانونو امله د مسافرو لسګونه موټر بند پاتې دي.

د دایکندي او بامیان د طبیعي پېښو سره د مبارزې مسولینو د لارو د پرانیستلو لپاره عمومي حشر پیل کړی، خو ددوي پر وینا په سیمه کې شدید توپانونه د کار د مخنیوي لامل شوی دی.

snowد بامیان د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست هم ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د دغه ولایت په ورس او یکاولنګ ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د واورې ښوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون