ټکنالوژي

د وټس‌اپ د کاروونکو شمېر ۲ مېلیاردو ته ورسېد

اوسمهال د نړۍ د ټول نفوس ٪۲۵ خلک، یعنی ۲ مېلیارده کسان د وټس‌اپ له لارې لیکلي، غږیز او وېډیويي پیغامونه یو بل ته استوي او له دې لارې سره غږیز او وېډیويي اړیکې نیسي.

د ۲۰۱۸ په فبرورۍ کې د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ رسنیو ته وویل چې وټس‌اپ په میاشتنۍ ډول ۱٫۵ مېلیارده فعال کاروونکي لري، چې دغه شمېر کسان یوازې یو ورځ کې ۶۰ مېلیارده پیغامونه استوي. هند بیا د وټس‌اپ تر ټولو ستر بازار دی. د تېر کال په جولايي کې، وټس‌اپ اعلان وکړ چې یوازې هندوستان کې ۴۰۰ مېلیونه څخه ډېر کاروونکي لري.

د فېسبوک تر ملکیت لاندې دغې کمپنۍ تېره ورځ وویل چې وټس‌اپ ټوله نړۍ کې تقریباً ۲ مېلیارده کاروونکي لري او ټینګار يي وکړ چې دغه کاریال خوندي او په اتومات ډول اېنډ-ټو-اېنډ انکرېپشن لري.

وټس‌اپ په دې اړه خپره شوې اعلاميي کې لیکلي: «موږ په دې پوهېږو چې څومره د کاروونکو شمېر زیاتېږي په هماغه کچه باید خوندیتوب ته هم پاملرنه وکړو. څرنګه چې موږ خپل د ژوند ډېره برخه پرلیکه تېروو، له همدې امله زموږ د خبرو اترو خوندیتوب له هر بل وخت څخه اړین او مهم دي.»

تېر کال، وټس‌اپ یو ځل بیا د اسرائیل یوې کمپنۍ له امله چې د وټس‌اپ له لارې يي مشهور خلک په نښه کول او محرم معلومات يي پټول په پراخه کچه نیوکو سره مخ شوه. له دې سربېره، د امازون د مشر ځیرک موبایل هم د وټس‌اپ له لارې هک شوی و چې له امله یي یو ځل بیا وټس‌اپ له توند غبرګون سره مخ شو او دا پوښتنه پیدا شوه چې که چېرې د نړۍ تر ټولو شتمن کس ځیرک موبایل د وټس‌اپ له لارې هک کېدای شي نو د عامو خلکو به څه حال وي؟

خو تېره ورځ وټس‌اپ کمپنۍ خپلې رسمي اعلاميې کې په بیا بیا ځلي ټینګار کړی چې دغه کاریال خوندي دی او د اندېښنې وړ هېڅ کومه امنیتي نیمګړتیا نه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون