ټکنالوژي

ګوګل کروم کې له سوداګریزو خبرتیاو تنګ یاست؟ په دغه طریقه يي بندولی شئ

مختلفو وېب پاڼو کې شته سوداګریزې خبرتیاوې د انټرنټ لټونګر لپاره د عوایدو تر ټولو مهمه سرچینه وي، خو ځینې وختونه یوه وېب پاڼه کې دومره سوداګریزې خبرتیاوې ښودل کېږي چې کاروونکي تنګوي.

دغه سوداګریزې خبرتیاوې د افغانستان په څېر هېواد کې چې د انټرنټ بیه يي ډېره لوړه ده کاروونکو ته د اضافي لګښت لامل هم ګرځي. هر نوی سوداګریز خبرتیا سره د کاروونکو یوه اندازه انټرنټ مصرفېږي، چې له همدې امله افغانستان په څېر هېواد کې د دغه ډول خبرتیاو بندول اړین وي.

له نیکه‌مرغه، ګوګل خپل تر ټولو مشهور لټونګر – ګوګل کروم – کې د دغو سوداګریزو خبرتیاو بندولو اسانتیا اضافه کړې، چې په مرسته يي کاروونکي مختلفو وېب پاڼو کې ښکاره کېدونکو سوداګریزو خبرتیاو څخه خلاصون موندلی شي.

د سوداګریزو خبرتیاو دغه بندونکی د سوداګریزو خبرتیاو بندولو سربېره ځینې امنیتي ګټې هم لري او سوداګریزو خبرتیا خپروونکو ته د کاروونکو شخصي معلوماتو ته د لاس رسي اجازه نه ورکوي.

دغه سوداګریز خبرتیاو بندونکی لپاره باید د ګوګل کروم وروستۍ بڼه، فعال انټرنټ، وېنډوز، مک، انډرایډ یا iOS عامل سیستم لرونکي اوزار ولرئ.

د سوداګریزو خبرتیاو د بندولو طریقه

۱. هغه وېب پاڼه چې غواړئ سوداګریزې خبرتیاوې يي بندې کړئ پرانیزئ،
۲. د وېب پاڼې ادرس څخه وړاندې ورکړل شوی کلپ باندې کلېک وکړئ،
۳. پرانیستل شوی لېست کې «Site Settings» انتخاب کړئ،
۴. د Site Settings پاڼه کې لاندې ولاړ شئ او د «Ads» اپشن پیدا کړئ،
۵. د «Ads» اپشن په وړاندې ورکړل شوی چوکاټ کلېک کړئ او د «Block» اپشن انتخاب کړئ،
۶. دغه وېب پاڼه ریفرش کړئ. له ریفرش کولو وروسته به دغې وېب پاڼې کې نور سوداګریزې خبرتیاوې ونه وینئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون