لوبې

سویلي افریقا لومړۍ شل اوریزه لوبه په یوه منډه وګټله

د سویلي افریقا او انګلینډ ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د سویلي افریقا په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې انګلینډ یوازې په یوه منډه ماتې وخوړه.

د لوبې پچه انګلینډ وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

سویلي افریقا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او انګلینډ ته يي د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

سویلي افریقا لپاره باووما په ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۳، ډیکاک په ۱۵ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ او ونډر دوسن په ۲۶ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

انګلینډ لپاره جورډن ۲ او معین علي، ټام کیورن، ووډ، عادل رشید او سټوکس یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انګلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رای او مورګن پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۷۶ منډې جوړې کړې او په یوه منډه يي ماتې وخوړه.

انګلینډ لپاره رای په ۳۸ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۰ او مورګن په ۳۴ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل خو خپله لوبډله يي له ماتې ونشو ژغورلی.

سویلي افریقا لپاره انګېډي ۳، فېلوکوایو او هېنډرېکس دوه دوه او سټېن یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون