افغانستان سلايډ (فيچر)

د طالبانو او امریکايي استازي ژر د سولې د هوکړه‌لیک جزئيات خپروي

د راپورنو له مخې ټاکل شوې قطر کې د طالبانو او امریکايي مرکچي پلاوي استازي ډېر ژر د سولې د هوکړه لیک جزيیات خپاره کړي. دا به د امریکايي او طالب چارواکو له شا وخوا یونيم کال خبرو وروسته په دې بهير کې د پرمختګ تر ټولو مهم خبر وي.

د سولې خبرو ته نیږدې سرچینې ويلي، د دواړو لوریو په دې ګډ بیان کې به دا مالومات هم وي چې د سولې هوکړه لیک څه وخت او چېرې لاسليک کېږي.

د طالبانو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم يي یاد شي ویلي، په دې ګډ بیان کې به د سولې هوکړه لیک د څرنګوالي تر څنګ د دې ډلې او امریکا تر منځ د سولې خبرو ټول جزيیات لیکل شوي وي.

له دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدو په شرط د دې هوکړې د لاسلیک اجازه ورکړې ده.

په همدې حال کې ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی او په دې غونډه کې چې د بحث یوه برخه يي د افغانستان موضوع هم ده، چې له افغانستانه د دفاع سرپرست وزیر اسد خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر هم ګډون پکې کړی دی.

د افغان ولسمشر د عامه او ستراتژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر هم نن په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان دولت تمه لري چې د قطر روانو خبرو له پایلو سره سم د افغانانو خپل منځۍ خبرې پیل شي.

د شنونکو په باور تر اوسه په کره ډول نشي ویل کېدلی، چې کله او چېرته به د سولې تړون لاسلیک شي، خو له نښو نښانې داسې بریښي چې نور دا چاره شونې شوې او ژر به يې اعلان وشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون