افغانستان سلايډ (فيچر)

جنرال دوستم د موازي حکومت را منځته کولو ګواښ وکړ

د ولسمشر غني لومړي مرستیال جنرال دوستم چې له حکومته څنډې ته شوی شوی،  چې نن يې په شبرغان کې د امیر عليشېر نوایي په یاد یوې غونډې ته په وینا کې ګواښ کړی چې که دولت ساز ټیم بریالی اعلان شو، موازي حکومت جوړوم.

دوستم ویلي، که د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې جعلي او لکه چې ښکاري، د دولت ساز ټيم په ګټه اعلان شوې، نو دی به یو موازي حکومت به اعلان کړي.

دوستم ویلي: «د افغانستان په ټاکنو کې ، موږ شفافه او پامه رایه لرو او د جعلي پایلو اعلان نه غواړو، موږ بله چاره لرو که چیرې تقلبي حکومت اعلان شي؛ موږ موازي حکومت اعلانوو.»

ښاغلي دوستم د سولې پروسې ته هم اشاره وکړه او د افغاني لوریو تر منځ د خبرو هرکلی یې وکړ او ویې ویل: « موږ ټول د سولې په حق کې یوو، که خدای کول د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې پروسه به ډیر ژر یوې موافقې ته ورسیږي او بین الافغاني خبرې به ډیر ژر پیل شي.»

دوستم همداراز ټینګار وکړ چې هغه لاهم د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د لښکرکشۍ وړتیا لري او لکه د تیر په څیر لاهم حکومت کولی شي.

بل خوا مرکزي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون