افغانستان سلايډ (فيچر)

ننګرهار کې هوايي برید په رڼا ورځ لسو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

راپورونه وايي، نن مازیګر د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له لورې د ملکي وګړو پر یوه ډاټسن موټر باندې هوايي برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه لس لسي وګړي وژل شوي.

په سیمې کې د پېښې له ځایه په خپرو شویو عکسونو او ویډيوګانې کې ښکاري، چې د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې د ملکي وګړو پر ډاټسن ډوله موټر باندې د هوایي برید له امله د انسانو ترڅنګ په د موټر په باډۍ کې بار مالونو ته هم زیان اوښتی.

عیني شاهدان وايي، نن جمعه/ سلواغې۲۵مه مازیګر شاوخوا څلوربجې دا پېښه پر هغه موټر رامنځته شوه، چې په سېمه کې د یوې میلې له بازاره خلک بېرته خپلو کورونو ته له سوداوو او مالونو سره روان وو، چې په لاره کې پرې برید شوی دی.

د سرچینو په خبره، په پېښه کې موټر په بشپړ ډول ویجاړ شوی او ښايي تر یوولسو زیات ولسي وګړي پکې وژل شوي وي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پېښه تائيد کړې، خو په اړه یې له نورو څرګندونو ډډه کړې.

د ولسمشر غني سلاکار ضیاء الحق هم پر خپل ټويټر دا پېښه غندلې او پکي قربانیان يې ټول ملکي وګړي بللي.

بل پلو تېره ورځ ناوخته د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې له دروازې سره د ماین په یوه چاودنه کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون