افغانستان سلايډ (فيچر)

کندز کې ماین چاودنې اتو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، تېره ورځ ناوخته د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې له دروازې سره د ماین په یوه چاودنه کې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن جمعه /سلواغې۲۵مه وویل چې دغه پېښه پرون مازدیګر د یادې ولسوالۍ په شهروان سیمه کې د مولوي احمد د مدرسې مخې ته رامنځته شوې ده.

رحیمي ویلي چې یاد ماین په سیمه کې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و.

د کندز دشت ارچي د کندز له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې زیات ورڅخه د وسله والو نښتو او ماین چاودنو راپورونه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونسیف” د راپور له مخې په افغانستان کې هره ورځ په جګړو کې په اوسط ډول شاوخوا نهه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت چارواکو د دې پيښې پړه پر طالبانو ور اچولې، خو وسله والو طالبانو په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دا پېښه په دوی پورې هېڅ ډول اړه نلري، بلکې دا چاودنه د ماشومانو د لوبو پر مهال د چاودېدونکي آلې سره د لاس لګېدلو پر مهال رامنځته شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون