افغانستان سلايډ (فيچر)

د سولې تړون؛ د امریکا له بهرنیو او دفاع وزیرانو سره د ولسمشر اشرف غني لیدنه

ارګ وايي، ولسمشر غني نن ماښام د جرمني په مونیخ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو، دفاع وزیر مارک اسپر او د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو دا ویلي یې دي چې دا لیدنه له بروکسل کنفرانس وروسته د جرمني مونیخ کنفرانس ته د ورغلیو امریکایي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو شوې ده.

ولسمشر غني په داسې حال کې دې لېدنې ته تم کېږی، چې د امریکا دفاع وزارت نن په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې له طالبانو سره د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي څخه د ډکو بریدونو او عملیاتو په راکمولو هوکړه شوې ده.

پنټاګون ویلي، له طالبانو سره په دې توافق شوی چې تر یوې اوونۍ به یو پر بل له تاوتریخوالي ډک بریدونه نه کوي.

همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا ویلي، چې په افغانستان کې به د وینې بهېدنې په برخه کې د څرګند کموالي په تړاو ډېر ژر یوې نتیجې ته ورسېږي، هغه دا هم ویلي دا پرمختګ به یوازې د کاغذ پر مخ نه وي بلکې په حقیقت کې به هم پلی شي.

مایک پومپیو همدا راز ویلي، که د تاوتخریوالي د کمولو هدف ترلاسه شو او دوام یې هم وکړ نو په وینا یې چې د مذاکراتو سنجیده پړاو ته د ننوتلو امکان ډېر دی چې په کې به ټول افغان لوري هم شامل وي او حقیقي مصالحې ته به لاره ورسره پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په حواله طالبانو او امریکایانو نن له جمعې څخه د تاوتریخوالي د راکمولو په طرحه کار پیل کړی دی او دا طرحه به د فبرورۍ له ۲۲مې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې پلې شي.

تر اوسه د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي د کمښت او د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په تړاو د طالبانو غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون