افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: امریکايي ځواکونو دې د شوروي له ماتې پند واخلي

نن پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل د ماتي ۳۱ کلیزه لمانځل کیږې په همدې تړاو وسلوالو طالبانو له خپله ادرسه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلې چې که اوسني غربي يرغلګر او په ټوله کې ناټو لږ هوش او خرد ولري، بايد د شوروي اتحاد او د هغوی د کورنيو غلامانو له شکست څخه عبرت واخلي.

د طالبانو په باور که بیا هم ، دوی هم په خپل اشغالګرانه او پلویانه دريځ ټينګار کوي، بې له شکه چې له هماغه عار او ماتې سره به مخ کيږي له کوم سره چې د کمونيزم لارويان مخامخ شوي ول او هر کال د دلوې ۲۶مه د ستر پيغور په حيث ورته یادیږي.

طالبان داسې مهال امریکا له شوروي څخه عبرت اخستلو ته رابولي، چې په قطر کې د دواړو لورو تر منځ پیل سوي مذاکرات ورو، ورو د هوکړې لاسلیک لور ته نږدې کېږي او تمه ده، په تعقیب یې بهرنیان افغانستان پرېږدي.

له نن نه درې لسیزې وړاندې د دلوې د میاشتې پر شپږویشتمه نېټه افغانانو شوروي زبرځواک مات کړ او د خلق او پرچم تر نامه لاندې د هغوی ګوډاګیان یې د نړۍ په وړاندې سرټيټي ودرول؛ نو ځکه  باید امریکا او ناټو د هغوی له شکست څخه عبرت واخلي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه زیاتوي «د غه ستره او تاریخي ورځ او پيښه ثابتوي چې په افغانستان او افغان ملت باندې د پرديو افکارو منلو او د دې جهادپال هيواد مستعمره ګرځولو لپاره هر ډول مادي هڅه، زر، زور او تزوير نتیجه نه ورکوي.»

طالبانو د شوروي په وړاندې د جهاد په مهال شوې کارنامې خپل ویاړ ګڼلې او یاده کړې یې ده، چې د جهاد د شهیدانو د ارمانونو د وارث په توګه به ددې ویاړلي ملت برم اعاده کوي او له امریکايي اشغاله به نجات ورکوي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون