افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا: له طالبانو سره تړون خطرناک، خو هیله بخښونکی کار دی

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د شنبې په ورځ (فبروري ۱۵) د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو اوه ورځنی وړاندیز او تړون خطرناک دی؛ خو امیدواري هم شته.

نوموړي وویل، چې اوس باید په افغانستان کې سولې ته هم یو چانس ورکړل شي.

د امریکا د دفاع وزیر د اورکم یا تاوتریخوالي کمولو په اړه وویل، چې پر دغه وړاندیز د طالبانو او د امریکا د استازي ترمنځ بحثونه شوي دي.

ښاغلي اسپر وویل: «اوسمهال د تاوتریخوالي د کمېدو وړاندیز چمتو دی چې زموږ سفیر او د طالبانو ترمنځ پرې موافقه شوې ده. ډېره هیله بخښوونکې ښکاري. موږ د تیرو څو ورځو راهیسې له خپل کانګرس سره په دې اړه مشورې کوو- ما په دې اړه ډېر بحثونه کړي. په بروکسل کې هم په دې اړه د ناټو له متحدینو سره بحثونه روان دي.»

ځینو امریکايي چارواکو، چې د تړون په جزیاتو خبر دي، ویلي دي چې دا موافقه به د یکشنبې په ورځ (فبروري۱۶) رسمآ اعلان شي، د تاوتریخوالي کمېدل به د دوشنبې له ورځې پيل او بیا به په لسو ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په مونیخ کې له ولسمشر غني سره هم په دې اړه خبرې وکړې. ښاغلي اسپر وویل چې ولسمشر غني د دغه تړون ملاتړی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ لږ تر لږه یو ساعت له هغه  سره خبرې وکړې. زه فکر کوم چې هغه د دغه تړون ننګه کوي او موافق دی. هغه غواړي چې په دغه بهیر کې په بشپړ ډول شریک وي او ډاډه شي چې ټول افغانان سره راټول شي او په خبرو کې د ټولو نماینده ګي او یوه پایداره موافقه وشي.»

په خپله ولسمشر غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د دغه تړون په اړه د مونیخ په کنفرانس کې خبریالانو ته څه ونه ویل او په دې اړه یې خبرې ونکړې.

ښاغلي اسپر زیاته کړه چې دا تړون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانیزي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښوولی، خو نن یې د سلواغې د ۲۶مې یا د شوروي یرغل د ماتې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې امریکا او ناټو ځواکونه باید د شوروي لښکرو له شکست څخه عبرت واخلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون