پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پي ټي ایم: منظور پښتین به نن په ضمانت خوشي شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې  محکمې نن په ضمانت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د خوشې کولو امر ورکړی.

ښاغلی منظور پښتین چې پاکستاني استخباراتو او حکومت پرې د بنو له جلسې وروسته پر هغه د بغاوت، نفرت خپرولو، مجرمانه هڅو او ولس پارونې اړوند ګڼ نور تورونه لګولي وو او د جنورۍ له ۲۷ مې راهیسې یې څو اوونۍ بندي کړی و،  چې د څلورو تورونو سپیناوی یې مخکې شوی او نن یې د وروستي تور سپیناوی هم وشو.

د منظور پښتین مدافع وکیل وایي، محکمې یې نن د منظور په اړه وروستی ضمانت هم ومانه او د هغه د خوشې کولو امر یې ورکړ.

د منظور د راخوشې کولو لپاره په ټوله نړۍ کې مظاهرې وشوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

۲۸ کلن منظور له پاکستان څخه د پښتنو د ژوند حق، بشري ازادي غواړي او وایي، پاکستاني استخبارات د‌ې د ترهګرو د اډو په توګه د پښتنو سیمو کارونه بس کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی وايي، نن شپه دوی ټول د منظور خوشې کېدو لپاره د زندان سیمې ته نږدې ور ټول شوي او تمه لري چې څو ساعتونو کې یا نن شپه به ښاغلی پښتین خپلو ملګرو ته وسپارل شي.

بلخوا د منظور ملګري او د پي ټي ایم د رهبرۍ غړي محسن داوړ پر ټویټر له ټولو خواخوږو مننه کړې چې د پښتین د راخوشې کولو غږ یې ورسره بدرګه کړی دی.

ښاغلی منظور پښتین په داسې حال کې خوشي کېږي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ سبا د یکشنبې په ورځ/جنورۍ۱۶مه په ډېره اسماعیل خان ښار کې د یوې سترې غونډې او لاریون تابیا نیولې او اوس هم د غونډې په تالار کې د علي وزیر او محسن دوړ په مشرۍ د لسګونو ځوانانو خوښۍ او اتڼونه روان دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون