لوبې

د ۲۰۲۰ انډین پرېمیر لیګ د لوبو مهالوېش اعلان شو

د ۲۰۲۰ انډین پرېمیر لیګ لومړۍ لوبه به د تېر کال پایلوبې ته لار موندونکو لوبډلو – ممبۍ انډینز او چېنای سوپر کېنګز – ترمنځ وي. دغه لوبه به د مارچ په ۲۹مه ونکېډي لوبغالي کې ترسره شي.

د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو لړۍ به د مارچ په ۱۸مه په کولکته کې پای ته ورسېږي او له هغې ۱۱ ورځې وروسته به د اڼدین پرېمیر لیګ لوبې پیل شي.

که څه هم تر دې دمه د منځلوبو او نیمه پایلوبو مهالوېش نه دی په ډاګه شوی، خو د ۲۰۲۰ انډین پرېمیر لیګ پایلوبه به د مې په ۲۴مه وي.

له دې سربېره، انډین پرېمیر لیګ پرېکړه کړې چې د شنبې په ورځو کې به دوه لوبې نه ترسره کېږي. له دې وړاندې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې په مجموعي ډول څلور لوبې ترسره کېدل.

خو وروستۍ پرېکړې سره سم، سږکال به د شنبې او یکشنبې په ورځو کې درې لوبې ترسره کېږي. دغې پرېکړې پر بنسټ د شنبې په ورځ به یوه او د یکشنبې په ورځ به دوه لوبې ترسره کېږي.

د همدې پرېکړې له امله سږکال به انډین پرېمیر لیګ د تېرو کلونو په پرتله یوه اوونۍ اوږده وي. تېر کال دغه لیګ ۴۴ ورځو کې بشپړ شو خو سږکال به ۵۰ ورځې وخت ونیسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون