ټکنالوژي

د باران له څاڅکو برېښنا تولیدونکی جنرېټر جوړ شو

د برېښنا نشتوالی هغه ستونزه ده چې اکثره خلک جنرېټر پېرېدلو ته اړ کوي، خو جنرېټر بیا بې ساری لګښت لري او د ګازو او پطرولو لګښت يي یوه ستره ستونزه وي.

خو ایا غواړئ داسې یو جنرېټر ولري چې یوې څاڅکې اوبو سره دومره اندازه برېښنا تولید کړي چې سل کوچني اېل اې ډي ډوله څراغونو روښانه کولو لپاره کافي وي؟

ښه خبر دا دی چې د هانګ کانګ د سيټي پوهنتون سایسنپوهانو داسې جنرېټر په جوړولو بریالي شوي چې فیلډ – اېفېکټ ټرانسېټر (FET) ته ورته جوړښت لري او د اوبو له څاڅکو څخه حیرانوونکې لوړ ولټېج لرونکې برېښنا تولیدولی شي.

دغې څېړنې پایله کې څېړوونکي وویل: «زموږ څېړنه ښيي چې ۱۰۰ مایکرو لیتر اوبه چې له ۱۵ سانتي متر لوړوالی څخه وغورځول شي ۱۴۰ ولټ برېښنا تولیدوي چې دغه برېښنا ۱۰۰ کوچني اېل اې ډي ډوله څراغونه روښانه کولی شي.»

څېړونکي وايي چې دغې جنرېټر عملي بڼې جوړولو لپاره نورو څېړنو او کار ته اړتیا ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون