افغانستان سلايډ (فيچر)

ناڅرګندو کسانو کابل کې نهه تنه نشه‌یان په مرموز ډول وژلي

راپورونه وايي، ناڅرګندو کسانو په وسله‌وال برید کې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزه اړوند د قوریغ غره په څنډو کې لسو معتادینو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز» رسنیو ته ویلي، پېښه تېره شپه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په یوه زاړه کور کې رامنځته شوې، چې له امله یې د نشه یي توکو ۹ روږدي ځای په ځای وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د فرامرز په خبره، سیمې ته یې د پولیسو څېړونکی ټیم لېږلی او د پېښې انګېزه لا څرګنده نه ده.

په کابل ښار کې د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو تېره اونۍ د کابل امنیه قومندانۍ لوړپوړي چارواکي د مخدره توکه د قاچاق او پلور په تور ونیول او څارنوالۍ ته یې ور وپېژندل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون