سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

بغداد کې پر امریکايي سفارت او څو نورو اهدافو بریدونه شوي

نړیوالې او عربي رسنۍ د کره معلوماتو او امریکايي چارواکو د ادعاوو پر بنسټ خبر ورکړی، چې د عراق پلازمېنه بغداد کې پر ځینو امریکايي هدفونو توغندي توغول شوي چې ځینې یې د امریکا سفارت په انګړ کې هم لګېدلي دي؛خو د سر زیان نلري.

همدا نن د یکشنبې په ورځ سهار وختي ځینې توغندي بغداد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ټلوالې په یوه پوځي اډه کې لګېدلي.

د فرانسې خبري اژانس د یوې امریکايي پوځي سرچینې او لوېدیځو سرچینو له خولې ویلي، له برید وروسته د امریکا د سفارت د خطر زنګ وهل شوی، خو په برید کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې عراق کې د امریکا پر بنسټونو بریدونه پیل شوي.

امریکا په بغداد کې تر پنځو زرو ډېر سرتېري لري.

ددغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی، خو واشنګټن وايي، د بریدونو ترشا د ایران له ملاتړ د برخمنو شیعه حشد شعبي ملېشو لاس دی.

وروسته له هغې چې امریکا د ایران د قدس د څانګې قومندان سلماني وواژه دا څوم ځل دی چې پر دغه سفارت برید تر سره کیږي هلته په بغداد کې سیمه ییزې رسنۍ وایي چې پر سفارت راکېټونه توغول سوي خو د تلفاتو په اړه یې معلومات تر دم ګړي نشته. ځينو امریکايي سرچینو هم دغه بریدونه تایید کړي دي خو په اړه یې نور څه نه دې ویلې

بل لور ته عربي رسنۍ بیا وايي چې د حشدالشعبي ډلې پر مرکزونو هم راکیټي بریدونه شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون