پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د ملګرو ملتونو سرمنشي د کډوالو نړیوال کانفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس په پاکستان کې د افغان کډوالو د څلويښتو کلونو د پوره کېدو په تړاو په نړيوال کنفرانس کې د ګډون او پاکستاني چارواکو سره د ليدو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان دولتي راډيو ټلويزون ويلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي د خپل ماموريت له پيله د لومړي ځل لپاره اسلام اباد ته په رسمي سفر رسېدلی دی.

د انټونيو ګوټريس وياند سټيفن دوجريک په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې رسنيو ته ويلي، د روانې فبرورۍ په ۱۷مه د کډوالو په مناسبت اسلام اباد کې دوه ورځنۍ غونډه ترسره کيږي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې پاکستان يو سخي هېواد دی او څلوېښت کاله يې لکونو افغان کډوالو ته پر خپله ځمکه ځای ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي منير اکرم او د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو د اسلام اباد په نور خان هوايي ډګر کې د انټونيو ګوټريس هرکلی وکړ.

انټونيو ګوټريس پاکستان ته له رسېدو مخکې په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي و: «په نړۍ کې د سوله ييزو هڅو په اړه پاکستان د ملګرو ملتونو تر ټولو غښتلو او باور وړ هېوادونو څخه يو دی.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي: «زه پاکستان ته ځم، تر څو د سولې لپاره د فعاليت کوونکو مننه وکړم.»

نوموړی به په پاکستان کې د افغان کډوالو د څلوېښتو کلونو د پوره کېدو په مناسبت د کډوالو نړيوال کنفرانس ته هم وينا وکړي.

ښاغلي انټونیو ګوټریس پر خپل ټويټر له پاکستانه مننه کړې، چې څلویښت کاله یې د افغان کډوالو لپاره سرپناه برابره کړې او هغوی ته یې ځای ورکړی دی . هغه همداراز په پاکستان کې د اقلیمي بدلون ته په کتو له نړیوالو د بېړنیو اقداماتو هیله کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون