ټکنالوژي

ټک‌ټاک والدینو ته د خپلو ماشومانو حساب کنترولو اسانتیا وړاندې کړه

ټک‌ټاک په لږه موده کې د بې شمېره کاروونکو په جذبولو بریالی شو، خو دغه کاریال وخت ناوخته په مختلفو هېوادونو کې د بد اخلاقۍ په خپرولو تورنېږي او ځینې هېوادونو کې يي د بندیز غوښتنه هم کېږي.

له همدې امله اکثره والدین چې ماشومان يي دغه کاریال کاروي اندېښمن وي.

ټک‌ټاک د والدینو اندېښنې لرې کولو او ماشومانو او تنکیو ځوانانو خوندیتوب لپاره داسې ځانګړنه اضافه کړې چې په مرسته يي والدین د خپلو ماشومانو ټک‌ټاک حسابونه کنترولولی شي.

د Family Safety Mode په نوم دغه نوې اسانتیا په مرسته، ټک‌ټاک د والدینو حسابونه د هغوی د ماشومانو له حسابونو سره تړي او په دې ډول والدین د خپلو ماشومانو فعالیتونه کنترولولی شي.

دغې اسانتیا په مرسته والدین دا چې ماشوم يي په ورځ کې څومره وخت دغه کاریال کې تېرولی شي ټاکلی شي. له دې سربېره، والدین د خپلو ماشومانو د حساب پیغامونه په بشپړه توګه بند یا محدودلی شي.

د دغې ځانګړنې تر ټولو ښه والی دا دی چې په مرسته يي والدین دا چې ماشوم يي کومو وېډیوګانو ته لاس رسی لرلی شي هم انتخابولی شي. په دې ډول ماشومان به یوازې هغه وېډیو ته چې والدین يي ورته د کتلو اجازه ورکړی وي کتلی شي.

دغه ځانګړنه اوسمهال یوازې انګلینډ کې وړاندې شوی او راتلونکو څو اوونیو کې به د نړۍ نورو هېوادونو هم کاروونکو ته وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون