سلايډ (فيچر) نړيوالې نظر

طالبان څه غواړي؟ – سراج‌الدین حقاني

کله چې په ۲۰۱۸ کې زموږ د طالبانو د تحریک استازو له متحده ایالتونو سره مذاکرات پیل کړل، دا چې دغه خبرې به پایلې ولري، زموږ باور صفر ته نژدې و. له اتلس کاله جګړې او د مذاکراتو له ګڼو بې ګټې هڅو وروسته موږ د امریکایانو پر نیت باور نه درلود.

مګر موږ پرېکړه وکړه چې یو ځل بیا یې وازمایو. هر یوه د اوږدې جګړې وېروونکې بیه ورکړه. دا مو غیر عقلاني وګڼله چې د سولې لپاره هر بالقوه فرصت رد کړو، که څه هم بریا ته یې هیلې ډېرې ناچیزې وې. له څلوېښت کالو زیاته موده کېږي چې نژدې هره ورځ افغانان خپل ارزښتناک ژوند له لاسه ورکوي. هر چا خپل زړه ته نژدې یو څوک له لاسه ورکړی. هر څوک له جګړې ستړی دی. زه پر دې قانع یم چې وژنې او ټپي کېدنې ضرور باید بندې شي.

موږ د امریکا په مشرۍ د بهرنیانو د ایتلاف پر ضد جګړه نه وه پیل کړې. موږ اړوېستل شوو چې له خپلو ځانونو دفاع وکړو. د بهرنیو ځواکونو وتل زموږ تر ټولو لومړنۍ او مهمه غوښتنه ده. دا چې نن موږ له متحده ایالتونو سره د سولې د هوکړې په درشل کې یو، دا کوم عادي پړاو نه دی.

زموږ مذاکراتي ټیم، زما د همکارانو ملا عبدالغني برادر او شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له امریکایي مرکچیانو سره په تېرو اتلسو میاشتو کې په نه ستړې کېدونکې توګه کار کړی چې هوکړه ممکنه کړي. موږ خبرو ته ژمنه پاتې شوو، سره له دې چې زموږ په لیکو کې د متحده ایالتونو له خوا زموږ پر کلیو د امریکايي الوتکو د شدیدو او مسلسو بمباریو او الوتنو په وجه تکرار خپګان او ناکراري وه.

ان کله چې ولسمشر ټرمپ خبرې وځنډولې، موږ بیا هم د سولې دروازه پرانیستې وساتله ځکه چې افغانان تر بل هر چا د جګړې له دوامه زیانمنېږي. د سولې هېڅ هوکړه له دومره سختو او شدیدو خبرو وروسته له متقابل جوړجاړي پرته نه شي ترلاسه کېدای. دا چې موږ له داسې دښمن سره کړکېچنو خبرو ته ژمن پاتې شوو چې نژدې دوې لسیزې مو ورسره ترخه جګړه کړې، په داسې حال کې چې له اسمانه مرګ راورېده، دا زموږ ژمنتیا ښيي چې غواړو دښمنۍ ختمې کړو او خپل وطن ته سوله راولو.

موږ په افغانستان کې دننه او بهر له اندېښنو او پوښتنو خبر یو چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به موږ څه ډول حکومت رامنځ ته کوو. دغو اندېښنو ته زما ځواب دا دی چې دا به د افغانانو خپلمنځي اجماع پورې تړلې وي. موږ باید پرېنږدو چې زموږ اندېښنې د یوې داسې رښتینې پروسې په مخ کې واقع شي چې په هغې کې په لومړي ځل له بهرنۍ لاسوهنې او تسلط پرته بحث او مشورې کېږي.

دا مهمه ده چې هېڅ لوری د دې پروسې له پیل وړاندې له مخکې ټاکل شوي شرطونه او غوښتنې مطرح نه کړي. موږ ژمن یو چې له نورو لوریو سره د مشورې او رښتیني درناوي له لارې کار وکړو چې پر یوه نوي او ټول شموله جوړښت باندې سلا شو چې د هر افغان غږ په کې منعکس شوی وي او هېڅ افغان په کې ځان بهر ونه ګڼي.

زه ډاډه یم، یو ځل چې موږ له بهرني تسلط او لاسوهنې ازاد شو، موږ به په ګډه یو داسې اسلامي جوړښت رامنځ ته کړو چې ټول افغانان په کې برابر حقونه ولري. داسې جوړښت چې د ښځو حقونه چې اسلام ورکړي – له زده کړې نیولې تر د کار حق پورې- خوندي وي او وړتیا د مساوي فرصتونو بنسټ جوړ کړي.

موږ له هغو اندېښنو هم خبر یو چې د افغانستان د خاورې په کارولو ورانکارې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي. مګر دغه راپورونه پړسول شوي دي: په افغانستان کې د بهرنیو ډلو په اړه راپورونه د جګړې په ټولو غاړو کې د جګړه‌پلوو لوبغاړو له خوا سیاسي تحریک شوې مبالغې دي.

دا د هېڅ افغان په ګټه نه ده چې دغه ډول ډلو ته اجازه ورکړي چې زموږ هېواد یرغمال کړي او د جګړې په ډګر یې واړوي. موږ واردمخه له بهرنیو لاسوهنو کافي زیانمن شوي یو. موږ به له نورو افغانانو سره په ګډه ټول هغه اقدامات وکړو چې باوري کړو چې نوی افغانستان د ثبات مرکز شي او هېڅوک زموږ خاوره کې د ګواښ احساس ونه کړي.

موږ له راتلونکو سترو ننګونو خبر یو. ښايي زموږ تر ټولو ستره ننګونه دا وي چې باوري کړو چې ګڼې افغان ډلې په رښتینولۍ سره زموږ د مشترک راتلونکي د تعریف لپاره سخت کار وکړي. زه ډاډه یم چې دا شونې ده. که موږ کولای شو چې له یوه بهرني دښمن سره هوکړې ته ورسېږو، موږ باید وتوانېږو چې د افغانانو ترمنځ اختلافونه د خبرو له لارې حل کړو.

بله ننګونه به دا وي چې سولې ته د لېږد او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پړاو کې نړیواله ټولنه لېواله وساتو چې په مثبت ډول دخېله وي. د نړیولې ټولنې ملاتړ به د افغانستان د باثباته کولو او پراختیا لپاره ډېر مهم وي. موږ چمتو یو چې له خپلو نړیوالو شرکاوو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د اوږدمهاله سوله-جوړونې او بیارغونې په برخه کې کار وکړو. له هغې وروسته چې متحده ایالتونه خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، بیا کولای شي چې له جګړې وروسته د افغانستان په پراختیا او بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.

موږ ته له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې او د هغوی اندېښنې جدي نیول مهم دي. افغانستان نه شي کولای چې په انزوا کې ژوند وکړي. نوی افغانستان به د نړیوالې ټولنې مسوول غړی وي. موږ به ټولو نړیوالو کنوانسیونونو ته تر هغې چې د اسلامي اصولو مطابق وي ژمن یو. او موږ له نورو هېوادونو توقع لرو چې زموږ د هېواد ملي حاکمیت او ثبات ته درناوی وکړي او زموږ هېواد د همکارۍ ډګر وګڼي نه د سیالیو او ټکرونو.

اوس په عاجل ډول، زموږ د تحریک او د متحده ایالتونو ترمنځ د هوکړې د عملي کولو ننګونه زموږ په مخ کې ده. په دوحه کې له امریکايي مرکچیانو سره زموږ د خبرو له لارې تر یوه بریده باور جوړ شوی؛ خو لکه څنګه چې متحده یالتونه په بشپړ ډول پر موږ باور نه کوي، موږ هم په بشپړ ډول پر هغوی باور نه کوو.

موږ له متحده ایالتونو سره د هوکړې لاسلیک ته نژدې یو او –د دغې هوکړې- ټولو مفادو عملي کولو ته په کاغذ او روح کې ژمن یو. د امکان تر بریده د هوکړې ترلاسه کول، د کامیابۍ باوري کول یې او د تلپاتې سولې ترلاسه کول د متحده ایالتونو د هرې ژمنې برابرې او دقیقه څارنې پورې اړه لري. یوازې په دغه صورت کې موږ بشپړ باور لرلای شو او په راتلونکي کې د همکارۍ – یا ان د مشارکت- بنسټ ايښودلای شو.

زما ګران افغانان به ژر دا تاریخي هوکړه ونمانځي. کله چې دغه هوکړه په بشپړ ډول ترسره شوه، افغانان به د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل وګوري. کله چې موږ دغه مهم پړاو ته رسېږو، زه باور لرم چې دا کوم لرې خوب نه دی چې موږ به ژر هغه ورځ ووینو کله چې موږ له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره د تلپاتې سولې په لور یون پیلوو او د نوي افغانستان بنسټ ږدو.

موږ به هغه وخت نوی پیل ونمانځو چې ټول بهرمېشتي وطنوال له کډوالۍ وطن ته راوبلل شي – زموږ ګډ کور ته چې هر څوک به حق ولري چې په عزت په سوله کې ژوند وکړي.

لیکنه: سراج الدین حقاني د طالبانو مرستیال مشر

ژباړه: جمال پښتون

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون