افغانستان سلايډ (فيچر)

سرچېنه: د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ نن د شپې له ۱۲ بجو وروسته پيلېږي

د طالبانو امریکايي استازو له مذاکراتو باخبره سرچینې وايي، چې د سولې تړون له لاسلیک مخکې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کموالی به عملاً نن شپه ۱۲بجې پیل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو احضارات پرځای دي، خو د یوې اوونۍ په اوږود کې به د طالبانو خلاف عملیات نه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کموالی به عملاً نن شپه ۱۲بجې پیل شي.

هغه زیاته کړه: « افغان دولت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بپشړ چمتوالی نیولی، د یوې اوونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې، موږ له خپل ادرس بشپړ تیاری لرو او په دې هیله چې دغه یوه اوونۍ د دې باعث شي، چې د تل پاتې اوربند خاوندان شو او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي دا نېټه د شپې له دولسو بجو پیلېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک کېدونکي احمتالي هوکړې مخکې په افغان جګړه کې ښکېلو خواوو هوکړه کړې وه، چې یوې اوونۍ لپاره به تاتریخوالی راکموي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د سولې پر موضوع د حکومت پوه لوړپوړي چارواکي ازادي راډیو ویلي و، د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ کې به د طالبانو بریدونه ۸۰ سلنه راکم شي.

سرچینې زیاته کړې، طالبان اوس‌مهال په ورځني ډول نږدې ۷۵ بریدونه کوي، خو دا شمېر به ۱۵ ته راټیټ شي.

دغه راز به طالبان پر هېڅ ښار برید نه‌ کوي، د امریکايي ځواکونو پر نظامي مرکزونو به هېڅ ډول ډزې نه‌ کېږي.

همداراز د افغان ځواکونو یوازې لوی نظامي مرکزونه لکه قول اردوګانې او کنډکونه به تر برید لاندې نه‌راځي او پر لویو لارو به هم د طالبانو له‌خوا هېڅ ډول نظامي عملیات نه‌ کېږي.

سرچینه زیاتوي، د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې سره سم به افغان او امریکايي ځواکونه هم پر طالبانو هېڅ ډول تهاجمي عملیات نه‌ کوي، خو که چېرې طالبان پر افغان ځواکونو کوم برید کوي، افغان ځواکونه به دفاع کوي او امریکايي لوری به د افغان ځواکونو ملاتړ ته وردانګي.

د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ ګډه نظامي شبکه جوړېږي چې په ورځني ډول له دې بهیر څارنه وکړي او ټول معلومات‌یې په دوحه کې له طالب لوري سره شریک کړي.

په ورته وخت کې که څه هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د تاوتریخوالي د نېټې په اړه څه نه وايي، خو نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د هوکړې له لاسلیک مخکې امنه فضا رامنځته کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون