خبر

پمپيو: له طالبانو سره د سولې په اوږدې لاره مو مهم ګام واخیست

د امریکا د بهرینو چارو وزیر مایک پمپيو له طالبانو سره د سولې د تړون د لاسلیک او تاوتریخوالي کمولو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدلو خبر ورکړ.

نوموړي د جمعې په ورځ (فبروري۲۱) په خپل ټویټر کې ولیکل، چې د تاوتریخوالي کمول د سولې د اوږدې لارې په لوري مهم ګام دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له لسیزو جګړو وروسته د طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یو تفاهم ته رسېدلي دي.

ښاغلی پمپیو وایي چې تاوتریخوالی به په ټول افغانستان کې کمیږي. نوموړي پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي د کمولو له فرصت څخه ګټه واخلي.

افغان چارواکي وایي چې د تاوتریخوالي د کمولو بهیر نن شپه د کابل پر وخت ۱۲:۰- چې سبا یې شنبه ده- فبروري۲۲ پیلیږي. افغان حکومت وايي خپلو ټولو ځواکونو ته یې ویلي دي چې د تاوتریخولي د کمولو مرحله مراعات کړي.

امریکايي چارواکي وايي د یو میکانیزم له مخې به له طالبانو سره افهام او تفهیم کوي چې د تاوتریخوالي مرحله وڅاري او په دقیق ډول پلې شي.

د افغانستان لپاره د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته بلاخره د تاوتریخوالي په کمولو موافقه وکړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون