افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: دواړه لوري به د لاسلیک تر نیټې پورې مناسبه فضاء برابروي

طالبانو د یوې خبرپاڼې په بنسټ سره د امریکا له لوري د توافقنامي د لاسلیک اعلان شوې نېټه تایید کړه او دې مراسمو ته به یو شمېر نړیوال سازمانونه او د ځینو هیوادونو استازي را بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي: « د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم ترتیبات نیسي، د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي، تر څو ټول هیوادوال د امن په فضاء کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سوکاله ژوند ولري.»

نوموړي ویلي : «د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د ۱۴۴۱هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په (۵) مه او د ۱۳۹۸هـ ش د حوت میاشتې (۱۰) مه او د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه به نهايي شوې توافقنامه د نړیوالو په حضور کې د دواړو طرفونو ترمنځ لاسلیک شي.»

امریکا او طالبان چې له مذاکراتو یې نږدې یو نیم کال تېرېږي، تر سختو او پېچلو خبرو وروسته د سولې د هوکړه لیک مسوده پای ته رسېدلې او د مذاکراتو لړۍ هم ختمه شوې.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د مذاکراتي ټيم غړي عبدالسلام حنفي هم په یوې وروستۍ مرکه کې ویلي وو، چې که له امریکا سره توافق لاسلیک شي، ورسره یو ځای به د بهرنیو عسکرو د وتلو بهیر او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پیلېږي.

د حنفي په خبره، له توافق سره هم مهاله او تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې به پنځه زره طالب بندیان ازادېږي او په غبرګون کې به یې طالبان زر تنه د امنیتي ځواکونو او حکومت بندیان خوشي کوي.

همداراز د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم څو شیبې وړاندې پر خپل ټویټر ولیکل، چې هوکړه‌لیک مکمل شوی او د فبروري په ۲۹مه به په دوحه کې د دواړو لورو له خوا لاسلیک شي.

ښاغلي شاهین له قطر او د نورو هېوادونو هم مننه کړې، چې د مذاکراتو په پروسه کې يې مرسته کړې.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون