افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ د پيل هرکلی کړی

ولسمشر اشرف غني ولس ته په وینا کې  په روانه اوونۍ کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو هرکلی وکړ، خو بیا یې هم ویلي، چې باید په دې موده کې محتاطانه عمل وشي.

ولسمشر غني وویل، د حکومت غوښتنه اوربند و خو دا چې طالبانو  د تاوتریخوالي پام وړ کمولو ته موافقه وکړه دا هم اوربند او پایداره سولې ته د رسیدو لپاره یو مهم ګام دی.

ښاغلي غني وویل په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي موده د تیرې شپې په ۱۲:۰۰ بجې پيل شوې.

ولسمشر غني د تاوتریخوالي کمولو د اوونۍ د پيل په اړه ملت ته په پیغام کې ویلي، سوله د ولس غوښتنه او په تېرو پنځو کلونو کې یې ده ته لومړیتوب درلود او د سولې په اړه به وروستي اقدامات د تاوتریخوالي کمولو د اوونۍ ارزونې ته په پام اخیستل کېږي.

ولسمشر ټینګار کړی چې د سولې پروسه به وروسته د افغانانو په مالکیت او مشرۍ مخته ځي.

ولسمشر ویلي، د تاوتریخوالي د اوونۍ په اوږدو کې به له طالبانو پرته په ټولو ترهګرو ډلو، داعش او القاعده باندې د افغان ځواکونو عملیات روان وي او د طالبانو په مقابل کې به افغان ځواکونه یوازې د دفاع په حالت کې وي.

غني ټینګار وکړ چې په راتلونکې اوونۍ کې چې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمولو موده ده، افغان ځواکونه به وضعیت په جدیت څاري او په کار ده چې محتاطانه عمل وشي.

ولسمشر وویل د دې اوونۍ د څارلو لپاره په هېواد کې ټولو ځواکونو ته لازمې لارښوونې شوې دي خو ويې ویل وروستۍ ارزونه به خلک کوي.

غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک ته له اشارې پرته وویل چې نور ګامونه به په تاوتریخوالي د پام وړ کموالۍ اوونۍ ارزونې ته په کتو اخستل کیږي. او همدا اوونۍ ده چې راتلونکی لوری به ټاکی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون