افغانستان سلايډ (فيچر)

ذبیح الله مجاهد طالب جنګیالیو ته:د دښمن ساحو ته له ورتګ ډډه وکړئ

Afghan Taliban militants and residents stand on an armored vehicle of the Afghan National Army as they celebrate a ceasefire in Maiwand district of Kandahar province on June 17, 2018. (Javed Tanveer/AFP/Getty Images)

د طالبانو رسمي ویاند او د دې ډلې د مطبوعاتي کمېسیون مشر ښاغلي ذبیح الله مجاهد خپلو جنګیالیو ته د اورکم د اوونۍ د پيل سره سم لازمې لارښوونې او څرګندونې کړې.

طالب ویاند مجاهد په یوه غږیز پیغام کې طالب جنګیالیو ته ویلي، چې د حکومت ساحو ته له ورتګ دې ډډه کړي «د دښمن ساحو ته ورتګ جداً منع دی» او پر افغان ځواکونو دې تر هغې برید نه کوي ترڅو چې پر دوی عملیات یا برید نه وي شوي.

نوموړي ویلي، چې ټول افراد او مسؤلین دې پر خپلو دندو او ځایونو په کار بوخت او په دفاعي حالت کې اوسي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، طالبان باید په هغه صورت کې چې سوال ورته پيدا کېږي یا له کوم مشکل سره مخامخ کېږي، له خپلو مشرانو او قومندانانو لارښوونه وغواړي.«په دې تړاو تاسو ټولو ته د مشرانو لخوا هدایت دی چې که له چاسره په دې اړه کوم سوال پيدا کیده، له مشکل او عدم پوهاوي سره مخ کیده، د مراتبو د تسلسل په اساس دې هرڅوک له خپلو مافوق مسئولینو څخه هدایت اخلي.

بله خبره دا چې ټول مجاهدین به په راتلونکو ۷ ورځو کې پخپلو ور سپارل شویو وظایفو کې مشغول او د مقابل لوري لخوا د احتمالی نقض په صورت دفاع ته اماده وي، د دښمن ساحوته د مجاهدینو ورتګ جدا منع دی.»

ښاغلي مجاهد ویلي، «د اسلامي امارت لخوا چي له مقابل لوري سره کوم عهد شوی، تاسو ټول پوهیږئ چې په عهد باندې وفا کول او تر خپله وخته پورې د وعدې پوره کول واجب دي، ټول مجاهدین دې په دې برخه کې د اطاعت اصل ته جدي متوجه وي.

له اوو ورځو بعد چي په اتمه ورځ موافقتنامه لاسلیک شي له هغه وروسته به ټولو مجاهدینو ته د توافقنامي مطابق معلومات او هدایت ور کول کیږي او په هغو به عمل پيل کیږي.»

طالبان په داسې حال کې خپلو جنګیالیو ته د اورکم او اوربند په اړه لازم هدایات صادروي، چې له دې دوه کاله وړاندې د درې ورځني اوربند پر مهال طالب مشران او قومندانان نه پوهېدل، څه وکړي او څه ونکړي او وروسته یې د سرغړونو له امله ځينې کسان ګوښه او یا له لیکو وشړل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون