ټکنالوژي

ګلکسي فولډ۲ به اېس-قلم او مخ‌پاڼې لاندې کامره ولري

د سامسنګ کمپنۍ ګلکسي فولډ نومې ځیرک موبایل د نړۍ لومړنۍ قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل و، چې تېر کال پرلپسې تخنیکي ستونزو څخه وروسته وروستی او نړیوالو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شو.

خو داسې ښکاري چې دغه کوریایۍ کمپنۍ غواړي ډېر ژر د دغه ځیرک موبایل د لړۍ دوهم ځیرک موبایل – ګلکسي فولډ۲ – هم کاروونکو ته وړاندې کړي. دا په داسې حال کې دی چې سامسنګ کمپنۍ د فبروري په ۱۲مه د ګلکسي اېس۲۰ لړۍ ځیرکو موبایلونو ترڅنګ د ګلکسي زي فلېپ په نوم قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل هم وړاندې کړ، خو زي فلېپ له ګلکسي فولډ سره د ډیزاین او ځانګړنو په برخه کې ډېر زیات توپیر لري.

د کوریايي رسنیو او د معلومات افشا کوونکې باوري سرچینې – مکس وېنبخ – په وینا ګلکسي فولډ۲ به ځینې حیرانوونکې ځانګړنې ولري او راتلونکو څو میاشتو کې به خرڅلاو ته وړاندې شي.

افشا شوو معلوماتو پر بنسټ د دغه ځیرک موبایل کوډ نوم «Champ» چې د اتل په معنی دی ټاکل شوی. ګلکسي فولډ۲ به ۷٫۷ انچه ستره مخ‌پاڼه ولري او د سېلفي لپاره مخکینۍ کامره به يي د مخ‌پاڼې لاندې ځای پر ځای شوې وي.

ټاکل شوې ده چې سامسنګ د دغه ځیرک موبایل بهرنۍ مخ‌پاڼه کې هم بدلون راولي او د تېر کال مستطیل ډوله جوړښت پر ځای به V ډوله کوچنۍ مخ‌پاڼه وکاروي.

خپرو شوو معلوماتو کې همداراز ادعا شوې چې ګلکسي فولډ۲ به ګلکسي اېس۲۰ پلس ته ورته کامرې ولري.

سامسنګ کمپنۍ د لومړۍ ځل لپاره ګلکسي فولډ۲ کې هم د اېس – قلم اسانتیا وړاندې کوي چې له دې وړاندې یوازې ګلکسي نوټ لړۍ ځیرکو موبایلونو سره وړاندې کېده.

ډېر امکان لري چې دغه ځیرک موبایل څخه په جولايي کې پرده پورته او نړیوالو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون