لوبې

د سویلي افریقا ټوله لوبډله په ۸۹ منډو وسوځېدله

د استرالیا او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د استرالیا په ستره بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې سویلي افریقا د کمزورې توپ وهنې پایله کې په ۱۰۷ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سمېت او فېنچ غوره توپ وهنې په مرسته ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره سمېت په ۳۲ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۵ او فېنچ په ۲۷ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

سویلي افریقا لپاره سټېن او شمسي دوه دوه او انګېډي او فېلوکوایو یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې سویلي افریقا کمزورې لوبه وکړه او ۱۴٫۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۸۹ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره ډوپلېسېس په ۲۲ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۴ او رباډا په ۱۹ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۲۲ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېر منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

استرالیا لپاره اګر ۵، کمېنس او زامپا دوه دوه او مېچل سټارک یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون