روغتيا او ژوند

د کرونا ویروس مخنیوي لپاره دغه کړنې ترسره کړئ

تېره ورځ ایراني رسنیو هم تاییده کړه چې کرونا ویروس ایران ته رسېدلی او تر دې دمه پنځه کسان يي وژلي او سلګونه نور پرې اخته دي. له دې سربېره په اېټالیا او لبنان کې هم د کرونا ویروس پېښې ثبت شوي.

په ایران کې په پراخه کچه د کرونا ویروس خپرېدل افغانانو ته هم ستر ګواښ دی او که چېرې پر وخت اقدام ونشي، نو کېدای شي افغانستان ته هم ورسېږي. د عامې روغتیا وزارت هم له دغو راپورونو وروسته جدي اقدامات پیل کړي، او د ایران سره پوله کې يي امنتي او روغتیايي څارنې ډېرې کړي.

لکه څرنګه چې اکثره لوستونکو ته څرګنده ده، کرونا ویروس تر اوسه کوم واکسین نه لري چې له همدې امله د افغانستان په څېر لږو روغتیايي امکاناتو لرونکی هېواد کې په ستر ګواښ بدلېدلی شي.

خو دغه وژونکې ناروغۍ څخه مخنیوی لپاره د روغتیا نړیوال سازمان ځینې احتیاطي تدابیر معرفي کړي، چې د روغتیايي کارپوهانو په باور په دغه ویروس د اخته کېدو مخه نیولی شي. دلته مو له همدغو احتیاطي تدابیرو سره اشنا کوو.

د کرونا ویروس څخه مخنیوی لپاره تر ټولو مهم اقدام د خپل بدن دفاعي سیستم پیاوړی کول دي. په چین کې څېړونکو موندلې چې د دې ویروس اکثره قربانیان د لوړ عمر لرلو یا نورو لاملونو له امله د بدن کمزوری دفاعي سیستم لرونکي کسان دي. له همدې امله د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کول په دغه ویروس د اخته کېدو خطر کې د پام وړ کمی لامل ګرځي. د یادونې وړ ده چې وېټامین سي د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کولو کې مهم رول لوبوي. له همدې امله هره ورځ په زیاته کچه ویټامین سي لرونکي خواړه او میوې وکاروئ. له دې سربېره، دغه ویروس څخه مخنیوی لپاره باید لاندې کړنې هم ترسره شي:

۱- په ورځ کې څو ځلي خپل لاسونه په اوبو او صابون لږ تر لږه ۲۰ ثانیو لپاره ووینځئ.

۲- سترګو، پوزه او خوله کې په ناوینځل شویو لاسونو لاس مه وهئ،

۳- ناروغانو سره ډېر نژدې مه کینئ او ځانګړې فاصله مراعت کړئ،

۴- د ناروغۍ پر مهال له کور څخه بهر مه وځئ،

۵- پرنجی یا ټوخی پر مهال دسمال وکاروئ او دغه دسمال بیا کثافت دانۍ کې واچوئ،

۶- هغه توکي او ځایونه چې ډېر خلک په کې لاس وهي، له ځنډ پرته پاک او ضد عفوني کړئ،

۷- د امکان تر حده، بهر ګرځېدو پر مهال ماسک وکاروئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون