لوبې

د هوپ سلیزه وېسټ انډیز له ماتې ونشو ژغورلی

د وېسټ انډیز او سریلانکا ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې سریلانکا د پیاوړې توپ وهنې پر مټ د وېسټ انډیز لوبډلې ته په یوه وېکېټه ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سریلانکا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شای هوپ سلیزې په مرسته ۲۸۹ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته يي د ۲۹۰ منډو هدف وټاکه.

وېسټ انډیز لپاره شای هوپ په ۱۴۰ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۱۱۵ منډې جوړې کړې او غوره لوبه يي نندارې ته وړاندې کړه.

سریلانکا لپاره اوډانا ۳ او پرادیپ او پرېرا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې سریلانکا ۴۹٫۱ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فېرنینډو او کرونراتنې نیمه سلیزو په مرسته ۲۹۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په یوه وېکېټه وګټله.

سریلانکا لپاره فېرنینډو په ۵۵ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰، کرونراتنې په ۵۷ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۲، پرېرا په ۵۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۲ او ډي سېلوا په ۳۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره جوزف ۳، والش او پاول دوه دوه او هولډر یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون