روغتيا او ژوند

حساسیت لرئ؟ بېړنۍ مرستې او درملنې لپاره دغه خواړه وکاروئ

مختلف کسان له مختلفو څېزونو سره چې ځینې وختونه ډېر عام څیزونه لکه ګرد، هوا کې بدلون د دیوالونو رنګ هم کېدلی شي حساسیت لري. خو ښه خبره دا ده چې حساسیت په اسانۍ سره د درملنې وړ دی.

که تاسې هم له کوم څیز سره حساسیت لرئ، د بېړنۍ مرستې او درملنې لپاره تل دغه لاندې ذکر شوي خواړه کور کې وساتئ او د حساسیت پر مهال يي وکاروئ.

۱- مستې او د پروبایوټکس (probiotics) نور ډولونه

پروبایوټکس د پړسوب او حساسیت ضد ځانګړنې لري. د انګلینډ په ډرماتالوژي څېړنېزې مجلې کې خپره شوې څېړنې کې ادعا شوې چې پروبایوټکس کاروونکو میندو په ماشومانو کې هم د حساسیت له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو خطر لږ وي. له همدې امله، که حساسیت لرئ نو مستې د خپل ورځنۍ ژوند اړینه برخه وګرځوئ. له دې سربېره، پروبایوټکس لرونکي نور خواړه هم ډېر ګټور ثابتېږي.

۲- لیمو

ډاکټر سوزان وايي: «حساسیت هغه پړسوب دی چې د تېزابونو د زیاتوالي په غبرګون کې پیدا کېږي.» له همدې امله، بدن کې چې څومره د القلي کچه زیاته وي د بدن دفاعي سیستم په هماغه کچه پیاوړی او د حساسیت په وړاندې مقاومت کوي. لیمو یو له هغو خوړو څخه دی چې بدن کې د تېزاب کچه متوازن ساتي. له دې سربېره، د وېټامین سي او انټي اکسېډنټونو لرلو له امله د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي.

۳- ګبین

که چېرې په ځانګړی ډول پسرلي کې د ګلونو ګردې سره حساسیت لرئ، ګبین خوړل مو دغه ستونزه اوارولی شي. دغې موخې لپاره، هغه ګبین چې ستاسې ګاونډ کې جوړېږي وکاروئ. دا له دې امله دی چې، ګبین د شاتو د مچۍ ګرده چې د سیمې له ګلانو يي ټول کړی وي لري او په دې ډول د خپلې سیمې ګبین خوړل ستاسې بدن د ګلانو ګردې سره عادي کوي او په وړاندې يي د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

۴- شین چای

۲۰۰۲ کې په چاپان کې ترسره شوې څېړنې موندلې چې شین چای د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د حساسیت مخه نیسي. د کایوشو پوهنتون څېړونکو هم موندلې چې په شین چای کې شته مرکب – مېتېلېټډ اپیګالوکاتچین ګالات (EGCG) د هغو حجراتو مخه نیسي چې د حساسیت لامل ګرځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون