افغانستان سلايډ (فيچر)

د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره ګمارل شوي کمېسیون په کار پيل وکړ

د ارګ څخه په یوه تازه خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني یو کمیسیون ګومارلی ترڅو د نوي ولسمشر په توګه د نوموړي د لوړې مراسمو ته ترتیبات ونیسي.

د غني له فرمان سره سم، کمیسیون دنده لري چې د لوړې مراسم ترتیب کړي او امنیتي ادارې مکلفې دي چې له دې کمیسیون سره همکاري وکړي.

په دې کمیسیون کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال، د دفاع وزارت لوی درستیز، په ولسي او سیاسي چارو کې د ملي امنیت شورا مرستیال، د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د عمومي ریاست سرپرست، د ولسمشر سلاکار او د ستراتیژیکو او عامه اړیکو د ادارې رييس وحید عمر، او په کلتوري چارو کې د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي شامل دي.

همداراز د ولسمشر په فرمان کې ویل شوي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د ملي امنیت عمومي ریاست، کابل ښاروالي او نورې ادارې مکلفې دي چې د لوړې د مراسمو له ترسره کوونکي کمیسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.

په فرمان کې نه دي ویل شوي چې د منتخب ولسمشر د لوړې مراسم به کله وي خو له کمیسیونه غوښتل شوي چې خپله تیاري په پنځو ورځو کې بشپړه کړي.

ولسمشر په داسې حال کې د لوړې د مراسمو لپاره یو کمېسیون په دنده ګماري چې د ټاکنو کمېسیون له لورې د نوموړي د بریالي اعلانېدو پېښه اوس هم تر سوال او ننګونو لاندې ده.

د نوموړي سیال عبدالله عبدالله تر اوسه سرپل او جوزجان ته خپل ولایان ټاکلي او ورپېژندلي او د کاپيسا، پنجشیر او سمنګانو والیان به هم معرفي کړي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون