افغانستان سلايډ (فيچر)

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د جګړې د شدت کموالي هرکلی کړی

د اسلامي همکاریو سازمان  د طالبانو او امریکا تر منځ د جګړې د شدت د کموالي له پرېکړې هرکلی کړي او د افغان سولې په برخه کې يې هر ډول ملاتړ ته چمتووالی ښوولی.

د دغه سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د طالبانو او امریکا تر منځ له افغان حکومت سره په مشوره شوې هغه پرېکړه ستایي، چې د جګړې شدت کموي او یوې سرتاسري سولې ته لاره هواروي.

په خبرپاڼه کې وړاندې د د اسلامي همکاریو سازمان د سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین له خولې لیکل شوي، چې  د اسلامي همکاریو سازمان د افغانانو په رهبري د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې له هرې شونې لارې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

ددرې ورځې وړاندې طالب او امریکايي استازو د سولې د توافقنامې لاسلیک ته د زمیني  او مناسبې فضاء د برابرولو په موخه، د جګړې د شدت په کموالي پرېکړه وکړه، چې ورسره جوخت په تېرو درو ورځو کې د هیواد دننه د امنیتي پېښو ګراف تقریبا صفر ته راکښته شو.

د امریکايي ځواکونو قومندان او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو مشر جنرال سکاټ میلر هم ویلي، چې د امریکايي او افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې يې کمښت د صفر کچې ته را ټيټ کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون