افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني د قطر او امریکا له ځانګړو استازو سره د سولې خبرو په اړه کتلي

راپورونه وايي، ولسمشر اشرف غني تېره ورځ  په دوو جلا جلا کتنو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت او له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتي ټيم مشر او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازو سره د افغانستان د سولې پروسې او پر روانو هلو ځلو خبرې وکړې.

ولسمشر غني پرون ماښام یو وار بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې دواړو خواوو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي اوونۍ د پیل او په تېرو دوو ورځو کې د دغه بهیر د ارزونې او سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ هم خلیلزاد په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي و او د ارګ د خبرپاڼې پر اساس دواړو خواوو د تشدد د کمېدا د اوونۍ په اړه خبرې کړې وې.

د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت دغه ځانګړي استازي، چې کابل ته تللی دی، له ولسمشر غني سره په کتنهې د قطر- افغانستان پر دوه اړخیزو همکاریو؛ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو، د روانې میاشتې په پای کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا، د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو او د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

طالبانو ویلي چې دوی له امریکا سره د تړون له لاسلیک سره هم‌مهاله او د بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو پنځه زره بندیانو خلاصون غواړي او په بدل کې یې دوی هم د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو بندیانو، چې اکثره یې په جګړو کې نیول شوي امنیتي ځواکونه دي خوشي کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون