پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

له افغانستان وروسته، پاکستان، ارمنستان او ترکیې هم له ایران سره پولې وتړلې

په ایران کې د کرونا ویروس په پراخه کچه له خپراوي وروسته له دغه هېواده د دې ویروس د انتقال د مخنیوي په موخه پاکستان، ارمنستان او ترکیې هم له دغه هېواد سره خپلې پولې تړلې دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي، حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه خبرداری ورکړی چې د بلوچستان له سرحدي سیمو به هیڅوک ایران ته نه داخلیږي او هر ډول تګ راتګ بند دی.

د دغه پاکستاني مقام د وینا سره سم هغه پاکستانیان چې په ایران کې دي په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې روانې دي، خو اوسمهال یې په ایران کې د پاتې کېدو پریکړه شوې ده.

د لیاقت شاهواني په وینا اوسمهال د ایران سره په سرحدي پوله تفتان سیمه کې له ایران څخه ورغلي ۸۹ پاکستانیان به بیرته کویټې ته له بشپړو معاینو او څیړنو وروسته ولیږدول شي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د ایران سره سرحدي پولي ته یې ۱۰۰ بستریز وړونکی موبایلي روغتون او ۱۰۰۰ ماسکونه رسولي تر څو له ایران څخه د تلونکي کسانو له بستریدو وروسته بشپړ څیړنه وکړي.

د ترکیې حکومت هم د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې له ایران سره خپله پوله موقتاً بندوي څو ترکیې ته د کورونا د ویروسو د خپرېدو مخه ونیول شي.

د ترکیې د روغتیا وزیر فاهرتین کوچکا وویل: «موږ وپتېله چې په ګاونډي ایران کې د کورونا د یوشمېر قضیو له ثبت کېدو وروسته له دې هیواد سره خپله پوله موقتاً بنده کړو. په ایران کې د کورونا ویروس په خطرناک ډول په خپرېدو دي…»

ده همداراز وویل چې له ایران څخه ترکیې ته موټر او رېلګاډي د یکشنبې د ورځې د مازدیګر له ۵ بجو وروسته نه شي راتلای خو له ترکیې څخه به اجازه وي چې ایران ته لاړ شي.

تراوسه پورې په ترکیه کې په کورونا ویروسو د چا د اخته کېدو دقیق مورد ثبت شوی نه دی خو د ایران پولې ته نژدې د ترکیې په وان ولایت کې ۵ تنه په دې شک تر درملنې لاندې دي چې ممکن په کورونا اخته وي.

د ترکیې تر اعلان مخکې پرون د افغانستان حکومت د کورونا ویروسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره په موقتي ډول له ایران سره هرراز هوايي او مځکنی تګ راتګ منع کړ.

د کرونا ویروس پراختیا د مخنیوي لپاره افغانستان هم له ایران سره د تګ راتګ ځمکینۍ او هوایي لارې تړلي دي، او له ایران څخه یې غوښتي تر څو د افغان مهاجرینو جبري ایستلو بهیر ودروي.

دا په داسې حال کې چې ایران کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۵ نوې پېښې ثبت شوي او له کبله یې ۳ کسان وژل شوي، په دې سره ټولې پېښې ۴۳ او د مړو شمېر ۸ تنو ته رسیدلی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون