افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

رویټرز:د سولې خبرو د پرمختګ لپاره ښايي د نوي ولسمشر د لوړې مراسم وځنډول شي

رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا د سولې خبرو د پرمختګ لپاره د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له لورې د لوړې مراسمو ځنډول غوښتي.

سرچېنه زیاتوي، چې واشنګټن له ولسمشر اشرف غني غوښتنه کړې،چې د دوهمې دورې د لوړې مراسمو غونډه وځنډوي، ځکه د لوړې له مراسمو سره د غني او عبدالله ترمنځ ټاکنيز جنجال لا پسې پراخیږي او د سولې هڅو ته زيانمنوي.

نږدې پنځه مياشتې مخکې د ميزان په شپږمه په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې، تېره اونۍ يې پايلې اعلان او اشرف غني يې ګټونکی اعلان شو، خو د ارګ سرچينې وايي، د روانې فبرورۍ په ۲۷ د پنجشنې په ورځ به د اشرف غني د لوړې مراسم ترسره شي، خو په عين حال کې عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی پيل کړی او کمېسیونونه یې ګمارلي.

رویټرز اژانس په خپل راپور کې ویلي چې خلیلزاد له تېرې اوونۍ راهیسې په کابل کې د ټاکنو پر سر د عبدالله او اشرف غني ترمنځ د راپورته شویو ناندریو د حلولو هڅې کوي.

د اورکم اوونۍ تر پای وروسته به له طالبانو سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، د غني-عبدالله جنجال له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي جوړېدل سختوي.

د همدې اندېښنو له امله خلیلزاد له غني غوښتي چې د لوړې له مراسمو لاس واخلي.

همداراز یوه افغان چارواکي هم ویلي چې خلیلزاد له عبدالله هم غوښتي چې د لوړې له مراسمو لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ په دې اړه رویټرز ته ځواب نه دی ورکړی او په واشنګټن کې افغان سفارت له څه ویلو ډډه کړې ده.

د رويټرز په وينا امريکا له اشرف غني غوښتي، چې د لوړې مراسم وځنډوي، تر څو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

امريکا او طالبانو د سولې تړون له لاسليکېدو مخکې د سوله ييز چاپيريال په رامنځته کولو او د يوې اونۍ لپاره د جګړې شدت په کمولو هوکړه کړې، چې نن څلورمه ورځ هم په ټول هېواد کې تر اوسه کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې.

د موثقو خبرونو په اساس، تېره ورځ یوه لوړپوړي امریکايي جنرال هم عبدالله عبدالله ته خبرداری ورکړی، چې د لوړې له مراسمو او د والیانو د معرفي او موازي حکومت له جوړولو دې ژر تر ژره لاس په سر شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون