سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک مړ شوی

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک

د الجزیره کانال د راپور پر بنسټ د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک له اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د ۹۱ کالو په عمر مړ شوی.

حسني مبارک له ډېرې مودې راهیسې په زندان کې له ناروغۍ ځورېده او تر مسلسلې درملنې لاندې و او بالاخره یې ساه ورکړه.

حسني مبارک د مصر څلورم ولسمشر و، چې له ۱۹۸۱ څخه تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې یې درې لسیزې په پرلپسې ډول پر مصر واکمني وکړه او بالاخره د عرب پسرلي د اوښتون پر مهال له واکه لیري او زنداني کړل شو.

هغه په ۲۰۱۱ کال کې له واک څخه تر ایسته کېدو وروسته زنداني کړل شو؛ خو د نورو سیاسي بندیانو برخلاف شپږ کاله وروسته له زندان څخه خوشي او تر درملنې لاندې ونیول شو.

حسني مبارک په ۱۹۲۸ کال کې په نیل دلتا کلي کې وزیږید، په ۱۹۴۹ کې يې د مصر په هوايي ځواک کې دنده پیل کړ او په ۱۹۷۲ کال کې د هوایي ځواک قوماندان وټاکل شو او ټولټال ۹۱ کاله ژوند يې وکړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون