سلايډ (فيچر) سوله نړيوالې نظر

ډان ورځپاڼه: د افغانستان معامله؛ د سولې تړون حتمي بريښي!

د پاکستان مشهورې انګریزي ژبې ورځپاڼې د فبروري د۲۴مې نيټې سرمقاله د افغان سولې خبرو او په دې لړ کې رامځته شویو فرصتونو او پرمختګونو ته ځانګړې کړې.

د ورځپاڼې په باور ، له یو لړ خنډونو او ناکامیو ته تر نژدې کېدو وروسته اوس د امریکا او طالبانو تر منځ تړون بلاخره حتمي بریښي.

تېره جمعه دواړو خواوو د يوې اونۍ لپاره د محدود اوربند یا په اوسنۍ اصطلاح اورکم اعلان وکړ، چې تېره شنبه پلی شو او اوس هم په ښه توګه ادامه لري.  که په دې موده کي هر څه سم تېر شول نو امریکا او طالبان به د فبرورۍ پر ۲۹ مه په دوحه کې د سولې اوږدمهاله موافقه لاسلیک کړي.

د ورځپاڼې لیکوال کاږي، که دا پلان په بریا سره پر مخ ولاړ شي نو دا به په افغانستان کې یو تاریخي فرصت وي، چې پکې وینې تویونې ته د پای ټکی کېښودل شي او د دې ځپل شوي هیواد د بیا جوړونې بهیر به هم ورسره پیل شي.

پر امریکا د سپټمبر د ۹ بريدونو  په پایله کې امریکا په کابل کي او افغانستان واکمن طالبان راوپرځول او له هماغه ۲۰۰۱ راهیسي تر اوسه پوري په افغانستان کي فعالیت او پراخ کنټرول لري. له هغه راهیسي امریکا او د هغه متحدین په افغانستان کي د اثر و رسوخ خاوندان او د دولت د ملاتړ اصلي ضامنان دي، له بلي خوا طالبان په افغانستان کي د پام وړ سیمې تر ولکې لاندي لري او په ځينو منطقو کې خو آن تر افغان دولت هم له ډېره واکه برخمن نه دي.

له همدې کبله به د امریکا او طالبانو تر منځ هر راز جوړجاړی د ښکېلو  افغان غاړو تر منځ د برابروالۍ تحول را منځته او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

په دې وروستیو کي د سراج الدین حقاني، و د طالبانو د مشرتابه مرستیال او د حقاني شبکې مشر،  چي ډله يې امریکا ترهګره اعلان کړې وه، په نیویارک ټایمز کي د مقالې چاپېدل د دې ښکارندويي کوي چي د امریکا چارواکي او مقامات نور طالبان د یوه جایز او اصلي لوبغاړي په توګه مني.

جالبه دا ده چي ډېره لږ موده وړاندې امريکا پاکستان ځکه تر کلک فشار لاندي نیولی و، چې حقاني شبکې ته یې پټنځایونه برابر کړي وه.

دا د دې څرګندويي کوي چې د بین المللي سیاست په بهانده نړۍ کي ادراک او انتصاب په ډېري چټکتیا سره بدلون موندلای شي.

د طالبانو مرستیال مشر ښاغلي حقاني په خپله زوروره مقاله کې يو ځای لیکلي: «ټول لورې له جنګه ستړې شوي،» په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي دي چې تر اورکم وروسته تمه کیږي چې د امریکا او طالبانو تر منځ تړون به نور هم وړاندي ولاړ شي.

له کوم شک پرته چي طالبان د جګړې د تشدد سره نا اشنا نه دي خو په فطرت کي له نورو جنګیاليو ډلو لکه القاعده او داعش سره نسبتاً زیات توپير لري، ځکه چي دغه افغان ګروپ یو ملي لرلید لري او د افغانستان څخه د امریکایانو وتل غواړي مګر هغه نوري یادي شوي ډلي د ځواکمن ، افراطي او د نړیوال اسلامي اتحاد پر بنسټونو د ولاړ یو نظام د منځته راوړلو هدفونه لري.

دا هم یوه خوشاینده نښه ده چي د تړون د بریالي کېدو په صورت کي طالبانو له افغان دولت سره د خبرو کولو تعهد کړی دی. اصلا په افغانستان کي هر هغه بهیر چي موخه يې تلپاتې سوله وي تر هغه وخته احتمالي نه دی تر څو واک او مشري ئې له افغانانو سره نه وي او تر څو د دغه هیواد و ګڼو قومونو او قبېلو ته ونډه نه وي پکي ورکول شوې.

خو که د کابل واکمن غواړي چي له طالبانو سره یوې کاميابي موافقې ته ورسيږي، ورته په کار ده چې اول دي خپلې کورنۍ چارې تنظیم کړي.

د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو وروسته په دې هیواد کي شخړه او جنجال رامنځته شوی دی چي په ترڅ کي يې عبدالله عبدالله د ټاکنو پايلې نه مني او د اشرف غني بریا یې تر سوال لاندي راوستې ده.

د ورځپاڼې په باور ، «که په کابل کي د قدرت لپاره یوه بله مبارزه پیل شوه نو د سولې د یوه دوام داره موافقې کامیابي محال ده.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون