افغانستان سلايډ (فيچر)

طیب اغا د دوحې تاریخي هوکړې هرکلی کړی

طیب اغا، پخوانی طالب مرکچي/ عکس: اسوشیټیډ پریس

د طالبانو د سیاسي دفتر بنسټګر او پخواني مشر سید محمد طیب اغا دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ستایلې او دا یې «یوه تاریخي بریا» بللې.

د طیب اغا په مشرۍ په لومړي ځل د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ خبرې په ۲۰۱۰ کال کې وشوې.
سید طیب اغا په خپل پيغام کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې د افغانستان په تاریخ کې «یو مهم او پېچلی» پړاو بللی چې بالاخره پای ته ورسېدې.

دغه پخواني طالب مرکچي ویلي چې دا لس کاله وړاندې د ملا محمد عمر مجاهد «حکیمانه» پرېکړه وه چې بهرنیانو سره خبرې وشي او په ترڅ کې يې د سیاسي دفتر بنسټ کېښودل شو.

ښاغلي طیب اغا د سیاسي هڅو یادونه کړې او د طالب استازو له خوا یې په بریا پای ته رسولو له امله خوښي څرګنده کړې.
نوموړي همدا ډول د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخندزاده، مرستیالانو او ټولو مشرانو او کشرانو او ټول افغان ولس ته د دې تاریخي هوکړې مبارکي ویلي او ویلي يې دي، چې تر دې یو بل مهم پړاو د بین الافغاني مذاکراتو هم پاته دی، چې باید په پوره دقت او ځېرکتیا سره بریا ته ورسول شي، ترڅو د «جګړې او اشغال ټغر په بشپړ ډول ټول شي».

ښاغلي طیب اغا د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې له ښکېلو غاړو په ځانګړي ډول له طالب مشرانو هم غوښتي، چې د شخصي او تنظیمي ګټو پر ځای ملي ګټو او د ښه عوض ورکولو ته ترجیح او باید سیاسي قرباني ورکړي.

سید طیب اغا ویلي چې د امریکا په مشرۍ د څلوېښتو هېوادونو او د هغو د ملګرو پر ضد مقاومت او مبارزه د «مجاهدینو د بې‌سارې قربانیو، د فدایانو د تاریخ‌سازه کارنامو او د افغان ولس له هراړخیز ملاتړ او حمایت پرته ممکن نه و».

دغه طالب مرکچي له طالب مشرتابه هیله څرګنده کړې چې راتلونکی پړاو چې د افغانانو ترمنځ خبرې دي هم هڅه وکړي چې د نرمښت او انعطاف په ښودلو سره یې پای ته ورسوي.

ښاغلي طیب اغا پر طالبانو غږ کړی، چې د خپل مرحوم مشر ملا محمد عمر مجاهد په لار د هېواد او هېوادوالو د ناموس، عزت ،استقلال، مال او امنیت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو او نور هم را وړاندې شي.

سید محمد طیب اغا په ۲۰۱۵ کې د ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر له خپرېدو سره د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرۍ استعفا ورکړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون