افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

دوحه کې د امریکا او طالبانو د تړون په تړاو بېلابېل غبرګونونه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې تړون چې طالبان یې «د اشغال د پای» او امریکایان یې «د سولې د راوستلو» تړون بولي، بالاخره لاسلیک شو.

دواړو خواو له شاوخوا یوه کال راهیسې په بېلابېلو پړاوونو کې پر دې تړون بحث وکړ او په پای کې دا  تړون لاسلیک شو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ -یوناما-، سعودي عربستان، پاکستان، انډونېزیا، ملګرو ملتونو عمومي منشي، ناټو او په هېواد دننه یو شمېر سیاسي او ملي څېرو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د طالبانو د سیاسي دفتر بنسټګر طیب اغا، روحاني شخصیت احمد امین جان مجددي، حکمتیار او یو شمېر نورو د طالبانو او امریکا د دوحې تړون په تړاو بېلابېل غبرګونونه ښوولي.
دلته یې ځينې لوستلی شئ:

د نړۍ ګڼو هېوادونو او په افغانستان کې دننه سیاست والو دې تړون ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي، چې ځینې یې دلته لوستلی شئ:

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ:

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې طالبانو سره لاسلیک شوی تړون د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی. ولسمشر ټرمپ ویلي، امریکا له طالبانو ټینګه ژمنه اخیستې ده چې له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

ده زیاته کړې ده چې امریکا به پر طالبانو نظر ساتي او ګوري به چې دا ډله پر خپلو ژمنو څومره درېږي.

نوموړي ویلي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل به هم دې پورې اړه لري چې طالبان خپلې ژمنې څومره پر ځای کوي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې طالبانو سره هوکړه د سولې لپاره تاریخي فرصت دی

د ناټو غبرګون:

ناټو هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځي هوکړې هرکلی کړی او دا یې افغانستان کې د دایمي سولې پر لوی لومړنی ګام بللی.

د ناټو اعلامیه کې راغلي چې دا هوکړه به د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته لار هواره کړي.

اعلامیه کې راغلي چې ناټو افغانستان سره پر خپله اوږدمهاله ژمنه ولاړه ده، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوي او د سولې په لار کې به د افغان حکومت او خلکو ملاتړ کوي.

کابل کې د یوناما غبرګون:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اورکم اوونۍ او د بین الافغاني مذاکراتو ته د ژمنتیا هرکلی کوي.

د یوناما مشر تادامیچي یاماموټو پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د جګړې ختمولو لپاره دې اړین ګامونه پورته کړي

اعلامیه وایي چې ملګري ملتونه به د سولې لپاره د یو ټول شموله بهیر ملاتړ کوي چې د ټولنې د ټولو برخو غوښتنو ته پکې پام شوی وي

د اعلامیې پای کې د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار شوی او پر ښکېلو اړخونو غږ شوی چې ولسي زیان او مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره دې خپلې هڅې دوه برابره کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټویټ:

عمران خان ویلي چې افغان کشاله یوازې له سیاسي لارې حل کېدلی شي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خپلمنځي تړون هرکلی کوي. نوموړي هیله ښودلې ده چې دا هوکړه به په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د پاکستان لومړي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ده له پیله ټینګار کاوه چې د افغانستان کشاله یوازې له سیاسي لارې حل کېدلی شي.

د ده په وینا، پاکستان ژمن دی چې دا هوکړه پر ځای پاتې شي او افغانستان ته سوله راشي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب غبرګون:

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډومنيک راب پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، «د نن ورځې خبرونه د ټولو هغو افغانانو لپاره چې له اوږدې مودې راهيسې ځورېږي يو مهم پرمختګ او هيله منه ورځ ده.

هغه زیاته کړې، مهمه ده چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي، او هیله یې ښودلې چې دغه وضعيت دوام وکړي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پيل شي”.

د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله غبرګون:

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي، ټول افغانان باید د سولې له دې فرصته ګټه واخلي.

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خپلمنځي هوکړه په افغانستان کې دایمي سولې لپاره یو مهم ګام، او له همدې کبله نن یوه تاریخي ورځ وه.

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د حکومت او همدا راز د نړیوالې ټولنې مننه وکړه، او په دې لړ کې یې د زلمي خلیلزاد ځانګړې یادونه وکړه.

ښاغلي عبدالله وویل چې د څو کاله جګړې وروسته د سولې لپاره یو فرصت پیدا شوی او اوس په ټولو افغانانو پورې اړه لري چې له دې فرصته ګټه واخلي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جنرال دوستم غبرګونونه:

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم هیله مندي ښودلې ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه به افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي.

ښاغلي کرزي همدا راز هیله ښودلې ده چې له دې هوکړې سره به افغانان پخپله د سولې د بهیر واک په خپلو لاسونو کې واخلي، او زیاتوي چې اوس افغانان باید یو موټی شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر لور لاړ شي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم هم د دې هوکړې هرکلی کړی دی او دا یې په افغانستان کې سولې ته یو ښه فرصت بللی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار غبرګون:

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې دوه کاله وړاندې يې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې سولې د هوکړې د هرکلي تر څنګ په دواړو لورو غږ کړی، چې  خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر سید محمد طیب اغا:

د طالبانو د سیاسي دفتر بنسټګر او پخواني مشر سید محمد طیب اغا د یوې خبرپاڼې له لارې د طالبانو مشرتابه شیخ هبةالله اخندزاده او مرستیالانو ته یې د دوحې د تاریخې هوکړې د لاسلیک له امله مبارکي ویلې ده.

طیب اغا دغه هوکړه «ستره سیاسي فتحه» بللې او ویلي يې دي: «له دې فرصت څخه په استفادې د دې سترې سیاسي فتحې له امله د طالبانو اسلامي تحریک مشر شیخ الحدیث هبة‌الله اخندزاده صاحب، د هغوی مرستیالانو، په تېره د سیاسي دفتر مشر الحاج ملا برادر اخوند، د شورا غړو، د سیاسي دفتر زحمت کشه غړو، سرښندونکو مجاهدینو او ټول افغان مجاهد ولس ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوم».

طیب اغا په ۲۰۰۹م کال کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون مشر وټاکل شو. د ده د مسوولیت پرمهال د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې پیل شوې چې په پایله کې يې په ۲۰۱۳ کې دغې ډلې په دوحه کې سیاسي دفتر پرانیست.

طیب اغا د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تاریخي هوکړه د ملا محمد عمر مجاهد «ارمان» یاد کړی او زیاته کړې يې ده چې « دغه ارمان ته یې په ډېرو سختو شېبو کې له ګواښونو او اندېښنو ډک ژوند ته غاړه کېښوده؛ خو اشغال او وطن څخه وتل یې ونه منل او د اشغالګرو پر ضد یې د جهاد او سیاسي مبارزې ویاړلې لار غوره کړه».

د سعودي عربستان غبرګون:

سعودي عربستان په دوحه کې د امريکا او طالبانو هوکړه تاريخي بللې او وايي، چې دې سره به تلپاتې اوربند او بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د سولې تړون په پايله کې به تلپاتې اوربند او بین الافغاني خبرې پيل شي.

روحاني شخصیت حضرت احمد امین جان مجددي:

د هیواد روحاني شخصیت او د نقشبندیه خانقا سجاده نشین حضرت احمد امین جان مجددي د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون له لاسلیک هرکلی کړی.

د حضرت امین جان مجددي له لوري په خپاره شوي پيغام کې نوموړي د نقشبندیه خانقاء په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو، سوله خوښو هیوادونو، د شهیدانو. اسیرانو، د کونډو او یتمیانو کورنیو ته او د اشغال په وړاندې راپاڅېدلي «مقاومت» ته مبارکي ویلې او تر څنګ يې دطالبانو یې د پخواني مشر «ملا محمد عمر مجاهد» یاد تازه کړی او د هغه روح ته یې د دعاء لاسونه لپه کړي.

نوموړي ددې تر څنګ له ټولو طالب مشرانو او کشرانو په ځانګړي ډول له ملا برادر اخند او شیر محمد عباس ستانکزي مننه کړې، چې د سولې لپاره یې هڅې کړې او د «بې ګناه» وینې توییدنې د مخنیوي لپاره یې ګامونه اخستي.

حضرت امین جان اغا د جګړې په ټولو ښکېلو لورو غږ کړی، چې د سولې لپاره رامنځته شوی طلایي فرصت له لاسه ورنکړي.

د اندونېزیا غبرګون:

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي وویل، افغانستان ته زما راتګ د دې ښودنه کوي چې اندونیزیا د افغان سولې ملاتړ کوي او د سولې پروسه کې یې د علماوو او ښځو پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اندونیزیا د افغان سولې لپاره د سیمې هیوادونو د علماوو د همغږۍ کار پیل کړی دی.

هغې زیاته کړه، د ښځو د ظرفیت لوړول مهم اصل دی او ما په دوحه کې بین المللي ټولنې ته دا پیغام ورکړ چې افغان ښځې پرشاتګ نه کوي او افغانان دې ډاډه اوسي چې بین المللي ټولنه د دې پرمختګ بشپړ ملاتړ کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون