سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټيموتي ویکس: شکست خوړلو د تړون په مراسمو کې زما ګډون ونشو زغملی

د کابل د امریکايي پوهنتون اسټرالیایي استاد ټیموتي ویکس چې د انس حقاني او دوو نورو طالب بندیانو سره په تبادله کې خوشي شوی، د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی اوس هم هلته دی.

نوموړي تېره ورځ د امریکا د ملي امنیت له سلاکار رابرټ اوبراین او د خپل سفارت څخه وغوښتل چې د لاسلیک د مراسمو لپاره تالار ته پرېښودل شي.

خو نوموړی وايي هغه ته بیا هم تالار ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شوه.

هغه وايي د تړون لاسلیک مراسمو کې ګډون او د افغانستان ته د سولې راتګ او د طالب استازو لیدل یې ارمان و چې هغه ترسره شو.

ښاغلی ټیموتي ویکس چې اوسنی نوم یې له مسلمانېدو وروسته جبرایل دی، نن د سولې له فعالانو نظر مطمین او فیض محمد ځلاند او انس حقاني سره د دوحې په جومات کې د لمانځه پر مهال لیدل شوی.

ښاغلي ویکس تېره ورځ وویل: «زه نه پوهیږم ماسره ولې داسې چلند وشو ایا زما لخوا د امن او د سولې پیغام پر دوی ولې دروند تمام شو
د جګړې طرفداره اړخونو ته وایم چې نور ستاسو ماموریت په ختمیدو دی ستاسو د ظلمونو او وحشتونو لړۍ په ختمیدو ده.

ډیر ژر به خپلواک او استقلال اخستونکی افغانستان ووینو – افغانان دې بریالي وي»

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون