سلايډ (فيچر) نظر

د دوحې تاریخي هوکړه څه لري؟

ذاکر جلالي

د طالبانو د سیاسي دفتر او د امریکایانو ترمنځ له اوږده انتظار، ځنډونو او پېچلیو خبرو اترو وروسته «په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ توافقنامه» په نامه هوکړه د ۱۳۹۸ل کال د کب پر ۱۰مه چې د ۲۰۲۰م کال د فبروري له ۲۹مې سره سمون خوري، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له خوا د دغې ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امریکا له خوا یې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لاسلیک کړه.

دا هوکړه په افغانستان کې د امریکا د نژدې شل کلنې جګړې په تاریخ کې تر ټولو مهم او اساسي پرمختګ ګڼل کېږي. د دې هوکړې لاسلیک په دې معنا چې د امریکا په نوښت چې په ۲۰۰۱م کال کې په بُن کې کوم جوړښت رامنځ ته شو او دا دی نژدې دوې لسیزې يې دوام وکړ، نور یو ناکام جوړښت دی او د دې هوکړې له لارې متحده ایالتونه د افغانستان د سیاست یوه نوي څپرکي ته لار پرانیزي. د امریکا او طالبانو ترمنځ لومړنۍ خبرې په ۲۰۰۹م کال کې پیل شوې او له یوې لسیزې وروسته د دغې هوکړې په بڼه پای ته ورسېدې.
دا هوکړه له څلورو برخو جوړېږي، چې د کټ مټ الفاظو پر ځای د لنډیز په پار په لنډو ټکو لیکم:

لومړی: د امریکا او متحدینو د امنیت په خلاف د افغانستان د خاورې د کارونې مخنیوی؛
دویم: له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش اعلان؛
درېيم: طالبان به د روان کال د کب پر ۲۰مه یا د مارچ پر ۱۰مه بین الافغاني خبرې پیلوي؛
څلورم: د بین الافغاني خبرو څخه به د راتلونکي افغانستان سیاسي نقشه او تلپاتې اوربند اعلانېږي.
طالبان دولت که ډله؟

ځینې د دغې هوکړې ارزښت ځکه کم بولي چې ګواکې متحده ایالتونه طالبانو ته د ډلې په سترګه ګوري، نه د دولت په سترګه. دغه بحث ډېر وارد نه ښکاري.

تر ټولو مهم بحث دا دی چې طالبان په خپله ځان «دولت» نه بولي. دا چې طالبان اوس هم ځان «د افغانستان اسلامي امارت» بولي، دا په دې معنا نه شي کېدای چې ګواکې دوی دولت دي. «د افغانستان اسلامي امارت» له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۱ پورې د افغانستان د هغه حکومت رسمي نوم و چې طالبان پرې واکمن وو. کله چې د ۲۰۰۱ په اکټوبر کې امریکایانو پر یرغل وکړ او د طالبانو حکومت نسکور شو، طالبانو د بهرنیانو د پوځي حضور پر خلاف «جهاد» علان کړ. معنا دا چې طالبانو د مقاومتي ډلې بڼه ځان ته غوره کړه، نه د دولت. دا چې ولې لا هم ځان «د افغانستان اسلامي امارت» بولي، یو دلیل دا دی چې دغه عنوان طالبانو ته یو ډول هویتي ارزښت لري. که بحث دا وای چې طالبانو «د افغانستان اسلامي امارت» د افغانستان برحاله نظام باله، بیا نو بین الافغاني خبرو ته لار نه پرانیستل کېده. بیا نو هر څه نهايي وو. د همدې هوکړې د مقدمې په پای کې راځي چې د «نوي افغان اسلامي حکومت» تر جوړېدو طالبان یوازې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د هوکړې د پلې کولو مسوولیت لري.

اوس که د طالبانو لپاره د مقاومتي ډلې هویت په پام کې ونیسو، دوی د امریکا پرخلاف جګړه وکړه او نن یوې هوکړې ته رسېږي. د دغې هوکړې د تقریباً یوه لسیزه ځنډ لامل هم دا و چې امریکایانو د افغانستان جګړه (Insurgency) یا کورنی بغاوت باله. او له همدې امله د امریکا غوښتنه له طالبانو دا وه چې باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي او خپلې ستونزې اوارې کړي. خو طالبانو له جګړې د بهرني اشغال پرخلاف د مقاومت برداشت درلود. ځکه دا لړۍ ډېره وځنډېده. کله چې ټرمپ په اګسټ ۲۰۱۸ کې طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتووالی وښود او بالاخره دا هوکړه لاسلیک شوه، دا په خپله طالبانو ته د یوې مقاومتي ډلې حیثیت ورکوي.

د هوکړې برخې

دغه هوکړه له مقدمې وروسته له درېو برخو جوړه شوې چې د هوکړې د پلي کولو جزییات بیانوي.

لومړۍ برخه

په لومړۍ برخه کې په ډېر وضاحت او شفافیت سره راغلي چې متحده ایالتونه ژمنه کوي چې د متحده ایالتونو او ایتلافي شریکانو ټول ځواکونه، غیر ډیپلوماټیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیان، روزونکي، مشاورین او د حمایوي پرسونل په ګډون د دې هوکړې له اعلان سره په څوارلسو میاشتو کې له افغانستان څخه وځي. یا په بل عبارت، د دې هوکړې د لاسلیک له لارې به په راتلونکي کې د امریکا او متحدینو یې یوازې او یوازې ډیپلوماتیک پرسونل په افغانستان کې حضور ولري.

دغه بند د طالبانو لپاره خپل ځانګړی ارزښت لري. یا په بله اصطلاح لکه د خبرو په اویلو کې چې زلمي خلیلزاد هم وویل، د طالبانو لپاره سره کرښه ده. په ټوله کې د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو اساسي غوښتنه ده چې دلته څرګنده راغلې ده. د دې بند په راتلو سره هغه ګنګوسې خپل ارزښت بایلي چې ګواکې طالبانو په پټو ضمیمو کې امریکایانو سره د پوځي اډو شتون منلی دی. دلته هر څه واضح شوي دي چې په څوارلسو میاشتو کې به ټول غیر ډیپلوماتیک پرسونل له افغانستان څخه وځي. که داسې نه کېږي، دا به د دې هوکړې څرګند نقض وي.

دا هر څه به په څو پړاوونو کې وي چې ټول پړاوونه به څوارلسو میاشتو کې بشپړېږي. په راتلونکو څلور نیمو میاشتو یا ۱۳۵ ورځو کې به د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۴زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راټیټېږي. دغه ځواکونه به د بهرنیو ځواکونو له پنځو اډو څخه وځي.

د دې ترڅنګ به د هوکړې له لاسلیک سره امریکايي لوری ټولو لوریو سره په هماهنګۍ به پر یوه سملاسي پلان کار کوي چې جنګي او سیاسي بندیان خوشې شي. په دې بند کې د «اعتماد جوړولو اقدام» یادونه شوې، معنا دا چې د طالبانو پنځه زره تنه بندیان به د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې خوشې کېږي. همداراز په هوکړه کې راغلي چې طالبان به د «بلې غاړې» زر تنه بندیان خوشې کوي. له «بلې غاړې» موخه افغان حکومت دی چې هڅه شوې په هوکړه کې يې یادونه ونه شي.

د بین الافغاني خبرو له پیل سره سم به امریکايي لوری د ۱۳۹۹ل کال د وږي تر ۶مې چې د ۲۰۲۰م کال د اګسټ له ۲۷مې سره سمون خوري د طالب مشرانو پر سر لګېدلي بندیزونه او د جایزو لیستونه لرې کړي. همداراز به امریکايي لوری د بین الافغاني خبرو له پیل سره د ۱۳۹۹ل کال د جوزا تر ۹مې چې د ۲۰۲۰م کال د مۍ له ۲۹مې سره سمون خوري د امنیت شورا له نورو غړو سره په مشوره د طالب مشرانو نومونه له تور لیسته لرې کړي.

په همدې جریان کې د لومړۍ برخې په پای کې مهمه یادونه کېږي او راغلي: «و: متحده ایالتونه او متحدین به یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ په ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي».

دویمه برخه
په دویمه برخه کې د طالبانو اړوند مسوولیتونه او اقدامات بیان شوي.

په دې برخه کې پنځه مادې دي چې تر ډېره یوه خبره کې راټولېدای شي او هغه دا چې طالبان به د امریکا او متحدینو د امنیت مخالفو ډلو او افرادو ته د افغانستان په خاوره کې ځای نه ورکوي. په دغه برخه کې په مشخص ډول د القاعدې نوم یاد شوی چې حق به نه لري چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پر خلاف یې وکاروي.

دویم بند کې يې لولو چې طالبان به خپلو غړو ته هم لارښوونه کوي چې دغه ډول ډلو سره همکاري ونه کړي.

درېيم بند کې يې لا زیات جزییات راغلي چې طالبان به «د هرې ډلې یا فرد مخنیوی کوي، او له جلب و جذب، روزنې او بسپنې ټولولو څخه به یې منع کوي او کوربه‌توب به یې نه کوي».

څلورم بند کې بیا همدا خبره په نورو الفاظو شوې. یا راتلونکي کې افغانستان د بهرنیو مېشتېدونکو په اړه د راتلونکي حکومت چلن بحث شوی. په دې بند کې لولو چې طالبان به ژمنه کوي چې هغه کسان چې افغانستان کې پناه اخلي یا د استوګنې غوښتنه کوي، د مهاجرت د نړیوالو قوانینو او په دغه توافقنامه کې د شوو ژمنو سره سم به چلن کوي، چې دغه ډول کسان د متحده ایالتونو او متحدینو امنیت ته یې ګواښ ورپېښ نه کړي.

په وروستي او پنځم بند کې بیا راغلي چې طالبان به هېڅ داسې فرد ته د افغانستان ویزه، پاسپورت، د سفر جواز او نور قانوني اسناد نه ورکوي چې د متحده ایالتونو او متحدینو امنیت یې ګواښي.

دغه پورته مسوولیتونه یا چلن د حکومتونو دی، نه د ډلو. او طالبان خو ډله دي. دا چې دا به د چا مسوولیت وي، په همدې هوکړه کې راځي چې «نوی افغان اسلامي حکومت» چې د بین الافغاني خبرو له جریانه راوځي، هغه به دا مسوولیتونه په غاړه اخلي. تر هغې چې دا حکومت نه دی راغلی، طالبان په خپلو سیمو کې مسوولیت لري. دلته موخه د طالبانو له خوا دغه وړ چلن دی؛ خو د افغان حکومت د پارېدا لپاره صریح یادونه نه ده شوې.

درېيمه برخه

دغه برخه کې درې بندونه دي چې هوکړې ته د اهمیت ورکولو او راتلونکي کې د امریکا او «نوي افغان اسلامي حکومت» ترمنځ ښې اړیکې په ډاګه کوي.

اوله ماده کې راغلي چې متحده ایالتونه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دې توافقنامې په رسمیت پېژندلو او تایید غوښتنه کوي.

دویمه ماده کې په سر کې په لنډو لولو چې متحده ایالتونه او طالبان یو بل سره مثبتې اړیکې غواړي. وروسته په تفصیل کې راځي چې دغه دواړه لوري (امریکا او طالبان) به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو وروسته د جوړېدونکي «نوي افغان اسلامي حکومت» ترمنځ مثبتې اړیکې وي.

درېيمه ماده که یو ځل بیا د «نوي افغان اسلامي حکومت» یادونه کېږي او متحده ایالتونه ژمنه کوي چې دغه حکومت سره به د بیارغونې په برخه کې مرستې کوي.

د بحث ټکی

په دغه هوکړه کې چې هر ځای د «افغانستان اسلامي امارت» یاد کېږي، ورسره جوخت وینو چې متحده ایالتونه یې د دولت په نوم نه پېژني او د طالبانو په نوم پېژني. د دې تر څنګ یو ځای په مقدمه کې راځي چې تر هغې چې د بین الافغاني ډیالوګ له لارې «نوی افغان اسلامي حکومت» راځي، دغه هوکړه به طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پلی کوي. یا په دویمه برخه کې چې د طالبانو مسوولیتونه مشخصېږي چې د امریکا مخالفو افرادو یا ډلو ته به په افغانستان کې ځای نه ورکوي، د همدې برخې په څلورم بند کې وايي چې څوک چې افغانستان کې پناه اخلي هغوی سره دې د مهاجرت د نړیوالو قوانینو سره سم چلن وشي. یا یې پنځم بند کې راغلي چې داسې خلکو ته به ویزه، پاسپورت او د سفر جواز یا نور قانوني اسناد نه ورکوي چې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ وي. بیا په درېيمه او وروستۍ برخه کې چې راتلونکي کې د افغانستان او امریکا د اړیکو بحث کېږي، دلته بیا له بین الافغاني ډیالوګ وروسته له «نوي افغان اسلامي حکومت» او متحده ایالتونو ترمنځ پر مثبتو اړیکو ټینګار کېږي.

دا بحث دوه ټکي ښيي:
لومړی دا چې متحده ایالتونه دمګړۍ طالبان د یوه حکومت په توګه نه پېژني، بلکې مخالفه ډله یې ګڼي چې پاموړ جغرافیه یې تر واک لاندې ده؛ نو د راتلونکي «نوي افغان اسلامي حکومت» تر راتګه به طالبان په خپلو سیمو کې د هوکړې د موادو پر پلي کېدا مکلف وي.

دویم دا چې د افغانستان اوسنی حکومت چې امریکا یې اوس په رسمیت پېژني عملاً نفي شوی. تر څنګ یې دا واضحه شوي چې راتلونکي کې به «نوی افغان اسلامي حکومت» جوړېږي چې هغه سره به بیا متحده ایالتونه مثبتې اړیکې لري او بې له دې چې د هغه حکومت ځمکنۍ بشپړتیا نقض کړي، د بیارغونې په برخه کې به ورسره اقتصادي مرستې هم کوي.

نو چې خبره راټوله کړو، د دغې هوکړې په نتیجه کې متحده ایالتونو او متحدینو یې ومنله چې خپل ټول پوځیان یا ټول غیر ډیپلوماټیک پرسونل د څوارلسو میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه وباسي او په همدې موده کې چې له بین الافغاني خبرو څخه کوم «نوی افغان اسلامي حکومت» جوړېږي، هغه حکومت سره به بیا د دې هوکړې پر اساس اړیکې سمبالوي.

د خپلواک او سوله‌ییزه افغانستان په هیله!

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون