سلايډ (فيچر) نظر

پنجاب ته د افغانستان سپارل؛ که د څلوېښت کلنې غميزې پای؟

شفیع اعظم

يوه غوغا جوړه ده چې د ناټو او امریکا له خولې یې و ویستو اوس مو پنجاب ته سپاري.

ډیریو غوږونو کې غبرګ لاسونه ننویستي او خولې یې خلاصې دي چې هلۍ پنجاب د طالبانو پر مټ له امریکا سره توافق کړی چی موجوده نظام ړنګ کړي.

طالب جنګیالی به داعش ته اوړي امریکا به د خېر په غونډۍ کیني او د طالبانو پاته نور به له داعش سره جنګېږي او بیا هغه شل ډلې؟! (چې تر پایه یې چا د پنځو نوم هم ذکر نشو کړی)، په باور یې اوس خپل سرونه را پورته کوي.

د اندېښنو په دغه توره ورېځ او تاریکه کې حکومت لګیا دی ځان د جمهوریت، ارزښتونو، پنجاب نه د ازادۍ، بشر، ښځو او نورو ټولو حقونو واحده پاسدار ادرس معرفي کوي او چیغې وهي که دغه پنځه کلنه دوره یې بشپړه نشي جمهوریت تباه دی او ټول افغانستان په بل مخ اوړي.

د حکومت له ټربیونه همدا ډول درنګېږي چې د سولې تر چتر لاندې یوه ستره هیولا را روانه ده که مخه یې ونه نیسئ؛ نو افغانستان د نویمو لسیزو پڅېر یوځل بیا په اور کبابېږي.

دا څه چې اورو دا د یوه فرد او ډلې نه بلکه د یوه ملت د برخلیک موضوع ده.

نو په همدې اساس په پټو سترګو مخکې له باوره شاته تکیه وهل غواړي. په ارامو او سړو دماغو لږ فکر پکار دی او تېر تاریخ ته په کتو کم له کمه دا پوښتنه له ځانه کول غواړي چې هغه افغانستان چې امریکا د ناټو او نړیوال ائیتلاف سره په ګډه هضم نکړای شو، نو دا په تن وږی، تږی او قرضو کې ډوب پنجاب به یې څرنګ د تېرولو او هضمولو جرئت وکړي؟

په خپل ذهن کې دا موضوع په قوي انداز مطرحول غواړي که چېري افغانستان بیا اور اخلي، داخلي جنګونه او نا امني پېلېږي نو دې کې به د امریکا څه ګټه وي؟ نویمو کلونو کې د امریکا همدې اشتباه داسې درد سر ایجاد کړ چې تر موږ زیات نورو ته هم په عین او تر هغې زیاته اندازه سرخوږی جوړ شو نو د بیا تکرار ګټه به یې امریکا ته په کومه بیه تمامېږي؟

چین چې د لار – کمربند (Belt and Road Initiative) ابتکار پر مټ د زمکې او اوبو له لارې د ټولې اسیا او اروپا اقتصادي تړون لپاره ټرلیون ډالري برنامې پېل کړي نو سینګیناک او ګاونډ کی پروت افغانستان کې د لسګونه تروریستی ډلو، جګړو او اور کې سوځېدونکي افغانستان سره به د دوی د دې لوی ارمان سره څه کېږي؟

همدا راز که دلته نا امني زور اخلي د پاکستان 65 ملیارد ډالري پروژې سیپک (CPEC) او د ګړنګ پر غاړه ولاړ بلوجستان او پختونخوا سره به یې د افغانستان روان اړودوړ او تجزیه طلبي څه کانې کوي؟

مرکزي اسیا چې د انرژۍ او نفتو ډک زخایر لري ټولې سترګې یې افغانستان امن ته ښخې دي څو له همدې لارې د انرژۍ او نفتو تږو سویلي او سویل ختیځې اسیا مارکېټونو ته لار ومومي نو افغانستان چې په اور او داخلي جګړو کې سوځي د دوی پر کاروبار او راتلونکو برنامو به څه کېږي؟

همداسې برعکس سویلي او سوېل ختیځه اسیا د انرژۍ ترلاسه کولو سربېره خپلو توکو لپاره مرکزي اسیا یو مناسب مارکیټ بولي او دې مارکیټ ته وتلې لنډه او ارزانه لار افغانستان دی نو داسې نا امن افغانستان به دویته تر څومره قابل زغم وي؟

پورته ذکر شوې پوښتنې په خپل ذات کې له لږ سوچ وروسته په خپله لسګونه حل لارې لري او دا ټولو ته په ګوته کوي چې ولې د نویمو کلونو خلاف دا ځل ټوله سیمه او ګاونډیان افغان سولې اړوند واحده اجماع لري.

دلته ټولې زېږدلې اندېښنې د امریکا پر ناڅاپي او مطلق خروج راڅرخي نو غواړم د پورته سیمیزو تحولاتو او ذهنیتي بدلون پر ځای یوڅه ډیر پر امریکا تم شم.

امریکا ولې نظامي خروج ته زړه ښه کړ؟

دې کې شک نشته چې امریکا افغانستان ته د یوه اوږدمهاله حضور لپاره راغلې وه څو د چین، روسیې او حتا هند اقتصادي عروج له نږدې وڅاري او همدا راز د ایران اټومي برنامې او په سیمه او عربي نړۍ کې د بیلانس ساتل له افغانستانه یقیني کړي.

امریکا غوښتل چې مرکزي اسیا د افغانستان له لارې په خپله ولکه کې واخلي او دوی مرکزي اسیا ته په ټوله سیمه او نړۍ باندې د راج چلولو مناسب سټیج په سترګه ګوري.

امریکا تصور هم نشو کولای چې افغانستان کې د طالبانو په رهبرۍ افغان مقاومت نږدې دوه لسیزو ته ورسېږي چې نور یې د امریکایي ولس او ډیپلوماټانو د صبر کاسه ډکه کړه.

په 2009 کال کې د اوباما ادارې د افغانستان، منځنۍ اسیا، سوېل او سوېل ختیځي اسیا لپاره د ورېښمو نوې لار (New Silk Road) ستراتیژۍ پر مټ غوښتل افغانستان د سیمې اقتصادي مرکز (Hub) کړي او له دغې لارې مرکزي اسیا، له سویلي اسیا او شرق له غربي اسیا سره وتړي او د ټولې اسیا او سیمي اقتصادي نبض په خپله ولکه واخلي.

په همدې اساس یې د ټاپي، کاسا -1000 او دیته ورته سیمیزو پروژو چټکتیا لپاره مرکزي اسیا، هند، پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو ته د وخت بهرنیو چارو وزیرې هیلاري کلنټن متعدد سفرونه وکړل.

خو کله چې افغان مقاومت ورځ تر بلې د کنټرول پر ځای له مهاره د وتلو پر لور روان وو او له بل لوري د افغان جګړې تدوام اړوند امریکا کې ورځ تر بلې ولسي مخالفتونه مخ په زیاتېدو وو نو اوباما مجبور شو چې وروسته له څو کالو له دغې سټراتیژۍ لاس په سر شي او د امریکایي ځواکونو پر خروج متمرکز شي.

له افغانستان نه د امریکا د خروج ډیر عوامل دي چې غوړام څو مهم یې دلته ذکر کړم:

لومړی: افغان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده ککرۍ شیندونکې او بودجه تشونکې جګړې ریکارډ ثبت کړ.

دا اوږده جګړه نور امریکایي ولس او لوی شمیر سیاستوالو ته د زغم نه وه.

د اوباما له وخته له دغې جګړې سره په امریکا کې مخالفت پېل شو او ډونالډ ټرمپ چې له پیله د دغې جګړې یو له سترو مخالفینو او منتقدینو وو د افغان جګړې د پای شعار یې بریا ته لار هواره کړه. همدا اوس هم د امریکا ولسمیریزو ټاکنو ولاړو اکثریت نوماندانو شعار د افغان جګړې پر پای را څرخي نو په همدې اساس د دشعار مبتکر دا ابتکار په خپله واخیست او طالبانو سره د شوي توافق له لارې یې خپل مخالفین له دغه امتیازه محروم کړل.

ډونالډ ټرمپ د افغان جګړې پای او امریکایي عسکرو ویستلو لپاره دواړه پښې په یوه موزه کړې او د وتلو لپاره یې ټولو جګړه خوښو جنرالانو، ډیپلوماټانو او کانګریس مینانو سره ډغرې و وهلې.

دوهم: په 2001 کال کې له امریکا سره د ناټو سربیره نړیواله ټولنه په نظامي او مالي ډګر کې اوږه په اوږه ولاړه وه خو وروسته چې مقاومت د ځپل کېدو پر ځای مخ په پراخېدو او کیسه په اوږدېدو شوه نو متحدین یې هم یو په یو په خپله مخه ولاړل.

امریکایي ځواکونو ته اوس نه هغه پخوانۍ بودجه او نه هم هغه زاړه متحدین ورپاته وو. برعکس طالبان د تضعیف پر ځای مخ په قوي کېدو وو او ورځ تر بلې یې د محاصرې کړۍ پر امریکایي نظامي هډو او افغان حکومت په راتنګېدو وه.

امریکا تر ډیره کوښښ وکړ چې د افغان حکومت پښې ټینګې کړي ځکه دوی ورته تر بل هرچا وفا دار او تر افغاني ګټو یې هم د نیویارک هغو ته لومړي توب ورکاوه.

په تېره بیا د داکتر غني راتګ خو بیخي دویته د بلې صېب (Yes Sir) دریځ غوره کړ او له خروج وروسته یې په فوق العاده توګه د دوی ګټې خوندي کولای شوې.

د دې ټولو نظامي مرستو او ملیاردونو ډالرو باوجود په فساد او بیکفایتۍ کې ډوب حکومت نور د دې نه وو چې امریکا دې پرې زړه وتړي او یا دې د دوی پر مټ خپلې ګټې خوندي کړي نو پدې اساس یې له ناکامه په مطلقه توګه کابل ایګنور او نیغ په نیغه د خپلو پښو ویستلو لپاره د طالبانو دروازه وټکوله.

د هغو طالبانو دروازه چې دوی ورته یو وخت د مرګ او زندان دوه اپشنه ورکړی وو او له دوی سره ناسته یې ټروریزم ته د امریکا ګونډه وهل تعبیرول.

دریم: افغان اوږد مقاومت امریکا نور له هغه پخواني خیاله و ویسته چې له افغانستان نه به چین، ایران، روسیه او نور هیوادونه کنټرولوي.

اوس یې صرف پر دې بسنه وکړه چې افغانستان دې کم له کمه د دوی د سیمیزو حریفانو او تروریستي ډلو لخوا د دوی خلاف نکاریږي. وروسته له دوه لسیزو متواتر حضور او جګړې امریکا متوجه کېږي چې طالبان د نظامي ځواک سربېره په سیمیزه کچه له نویو هیوادونو او پارټنرانو خصوصا هغو سره چې امریکا یې د ځان حریفان ګڼي؛ د یوه ګډ ایتلاف او دریځ جوړولو پر لور روان دي.

امریکا دېته اندېښمنه شوه چې هسې نه په لوی لاس طالبان او افغانستان د خپلو سیمیزو حریفانو غېږ ته ورغورځار کړي.

نو یې غوره وګڼله چې له طالبانو سره خبرې وکړي او داسې توافق ته ورسېږي چې افغانستان د دوی حریفانو په یوه ستر مرکز بدلېدو پر ځای داسې حکومت څښتن شي چې له دوی سره ښې مثبتې اړیکې ولري، د ټروریستي ډلو سربیره به د دوی سیاسي حریفانو ته هم اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د امریکایي ګټو خلاف وکارېږي.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چین، روسیې، مرکزي اسیا، اروپا او نورو هیوادونو ته متعدد سفرونه وکړل او ټول په ګډه دې نتیجې ته ورسېدل چې راتلونکی افغانستان به خپله بیطرفي ساتي او هیڅ هیواد به د خپل نفوذ زیاتولو او مداخلو له لارې نورو ته سرخوږی او موجوده بیلانس له منځه نه وړي.

په همدې اساس د شاخوا 27 سیمیزو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په حضور کی یې د فبروري په 29 په قطر کې له طالبانو سره د یوې توافقنامې له لارې ژمنه وکړه چې خپل ټول سرتیري به له افغانستان نه په 14 میاشتو کې وباسي او خپل نولس کلن اشغال ته به د پای ټکی ږدي.

د توافقنامې له مخې به طالبان اجازه نه ورکوي چی خاوره یې د تروریستي ډلو یا نورو هیوادونو لخوا د امریکا او د هغوی ملاتړو خلاف وکارېږي.

د توافقنامې د متن له مخې به امریکا د افغانستان ازادي په رسمیت پیژني، داخلي چارو کی به یې له مداخلې لاس اخلي او دا ټکی قابل توجه دی چې د افغانستان راتلونکی اسلامي حکومت به امریکا سره مثبتې اړیکې ولري او امریکا به د راتلونکي حکومت او افغانستان اقتصادي ودې لپاره نړیوالې مرستې را جلبوي.

خلیلزاد په خپلو متواترو هڅو نړیواله ټولنه په تېره بیا سیمیز هیوادونه او رقیبان هم قانع کړل چې دوی به په مطلقه توګه له افغانستان څخه وځي، بیطرفي ته به یې ټول لوري ژمن پاتېږي او د سولې او ثبات لپاره به یې په ګډه لاسونه ورکوي.

دا طرحه هغه وخت عملي کېږي او اندېښنې هغه وخت د حل وړ دي چې افغانستان په خپلو پښو ولاړ قوي نظام ولري او د امنیت له اړخه ټول هیوادونه له افغانستان نه ځان خوندي احساس کړي.

چین، روسیې، مرکزي اسیا، پاکستان او ایران د افغان سولې یا په لویه کې د امریکا – طالبانو له دغه توافقه ځکه ملاتړ وکړ چې له یوه لوري دلته د امریکا له حضور او اندېښنو بیغمه کېږي او له بل لوري د سولې او امن راتللو له امله د دوی ټولو نیمګړې اقتصادي پروژې به بشپړې او د افغانستان له لنډې او مصؤنې ټرانزیټي لارې له ګټو به مستفید شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ وروسته له اوږدو پیچلو مذاکراتو ډیره ښه لار ترسیم شوه.

د اورکم مودې غځېدل، لسو ورځو کې د باور جوړونې په موخه د دواړو لورو 6 زره بندیانو خلاصون، بین الافغاني مذاکراتو پیل سره اوربند او بیا د افغانانو ترمنځ په ګډه د یوه ټول منلي نظام، حکومت او سیستمونو پر جوړیدو توافق.

دا چې دلته په ډیر عجولانه شکل ټاکنې وشوې او یوه لوري خپله بریا اعلان کړه او د بریا په اړه یې امریکا، چین، روسیه، مرکزي، اسیا، اروپا او نور مطرح هیوادونه ترننه خاموش دي؛ علت یې تر ډیره پورته ذکر شوي توافقات او یوه سولیز او نوي افغانستان اړوند د ټولو ګډه اجماع ده.

د یوه ستر بدلون او سولې لپاره د داکتر غني په مشرۍ موجوده حکومت او ټیم په هر شکل چې وي د بدلېدو دی.

دا اصلا ممکنه نده چې امریکا، سیمه او نړۍ دې د داکتر غني په مشرۍ پنځه کلنې دورې لپاره سوله وځنډوي او یا هم طالبان له سیمیز او نړیوال سټیج نه راښکته او د داکتر غني په مشرۍ رامنځته شوي حکومت ته ګونډې و وهي.

د سولې هر توافق چې له هرې خوا وګورئ، نو هغه دا ایجابوي چې داکتر صیب غني او ټیم یې باید د افغانستان د بقا، سولې او دغه ارمان لپاره د څوکۍ قرباني ورکړي.

دغه انرژي چې نن ورځ ارګ د خلکو او عامه ذهنیت اغفال په موخه راتلونکې سوله د نظام پاشۍ، نا امنۍ، فساد او لویه کې د خلکو پر ډارولو تعبیروي، که پر دې متمرکز شي چې څنګه وکولای شو په ګډه طالبان، حکومت او عام افغانان داسې جوړجاړي ته ورسو چې پر مټ یې یو قوي مستحکم نظام رامنځته شي نو د ټولو ګټې او ابرو به خوندي شي.

دلته د قانون حاکمیت او امن له امله به نړیوال اقتصادي پانګونې او شاخوا پراته هیوادونه د افغانستان له لارې ټرانزیټ ته زړه ښه کړي او افغانستان به د تیرو سیمیزو او نړیوالو نیابتي جګړو پر ځای داځل د اقتصادي ګټو وټو پر یو مهم مرکز بدل شي.

موجوده فرصت صرف او صرف په حکمت، ایثار او ځانځاني ګټو نه په تیرودو قابل مهار دی او پدغه روش به افغانستان هغې نقطې ته ورسېږي چې بیا به یې امنیت ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره تر موږ زیات زموږ ګاونډیان او سیمه کوښښ کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون