سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

اروپايې اتحادیه یونان ته د کډوالو له ور اوښتو وروسته۲۵۰میلیونه ډالره مرسته ورکوي

اروپایي اتحادیې وايي، چې یونان ته ٢٥٠ میلیون ډالره مرسته برابروي ترڅو دغه هېواد د نویو ور اوښتو کډوالو ستونزې حل کړي.

د اروپایي اتحادیې چارواکو  په وینا ددې مرستې د برابرولو څخه هدف دا دی چې د  ٢٠١٥ کال په څیر اروپایي هیوادونو ته د مهاجرت د کړکیچ مخنیوی دی.

بل پلو یونان د هغو مهاجرینو پر وړاندې خپلې پولې تړلي دي چې له ترکیې څخه تازه د یونان سرحدونو ته رسیدلي دي.

اروپایي اتحادیې پر ترکیې حکومت نېوکه کړې، چې یونان ته د مهاجرینو د ورتگ د کړکیچ مسؤلیت یې په غاړه دی، ځکه ترکیې په دې وروستیو ورځو کې اجازه ورکړې چې مهاجرین له دغه هیواد نه ووځي او د یونان په لور روان شي.

وروسته له هغې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان پدې هیواد کې میشت مهاجرین د اروپایي هیوادونو په لور تگ ته وهڅول، په زرگونو مهاجر د جمعې د ورځې راهیسې د ترکیې د لویدیځ سرحد له لارې د یونان په لور په خوزیدو شول.

خو د ترکیې جمهور رئیس اروپایي هیوادونه ملامتوي او وایي چې اروپایي ټولنې د سوریې په ادلب ولایت کې د جگړې د سختیدو وروسته د مرستې وړاندیز ونکړ او د سوریې په سلگونو زره مهاجر مجبور شول چې خپل کورونه پریږدي او د ترکیې له پولې واوړي.

په دې مهاجرینو کې چې تازه د ترکیې څخه د یونان پولو ته رسېدلي، د افغانستان، ایران، سوریې او یو شمیر نورو هیوادونو اوسیدونکي شامل دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون