سلايډ (فيچر) نظر

طالبان باید د غني ځواب پر افغانانو باندې په بریدونو ور نه کړي

ایمل فیضي، د ولسمشرۍ پرمهال د حامد کرزي ویاند

اېمل فیضي

د طالبانو اوامریکا تر منځ د سولې د تفاهم لیک له امضاء او د جګړې د کمښت له اونۍ څخه وروسته طالبانو د هېواد په۲۴ ولایتونو کې پر افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو باندې په لس هاو بریدونه ترسره کړي دي. که څه هم څو ورځي مخکې، د طالب مشرانو ډېر به جرأت او راحتۍ سره وویل چې له دې وروسته به د طالبانو او امریکا ترمنځ «بشپړ اوربند» وي، خو د امریکايي بې پېلوټه الوتکو بمبارۍ، ظاهراً له افغان ځواکونو څخه د دفاع پخاطر، بیا پیل شوي دي.

اوسنۍ حالت که هم دغسې ادامه پیدا کړي، له یوې خوا دا ثابتوي چې د افغان وژنې او د افغانستان د ورانۍ پردۍ دسیسه لاهم روانه ده. له بلې خوا، داسې یو وضعیت د طالبانو د تحریک د کلونو راهیسې پخوانۍ داعیه چې دوی په افغانستان کې د پرديو «اشغالګرو» یا «دامریکا د اشغال» پر خلاف په جګړه دي او جهاد کوي، تر پښتنې لاندې راولي. یادې ستونځې په هېواد کې د واقعي سولې د رامنځته کېدو موجوده امکانات ناشوني کوي. بې ګناه افغانان به بیا هم دامریکا د بمباریو او د طالبانو د حملو قرباني، کور او کلۍ به یې وران وي.

څه باید وشي؟ طالبان باید، حد اقل تر بین الافغانی مذاکراتو تر پیل پورې په ټول هېواد کې، دفاعي حالت خپل کړي او ترڅو چې د دوی پر قوتونو باندې تعرض نه وي‌ شوی، له هر ډول مسلحانه عمل او تاوتریخوالې څخه لاس واخلي. په دې کار سره به د طالبانو سیاسي مشري هم د سولې د پروسې په وړاندې د ارګ د خنډونو د جوړولو مخه ونیسي‌ او هم به په افغانانو کې له دوی څخه د حمایت کچه لوړه او د بدبینیو دا به کمه شي.

طالبان باید نور د افغان وژنې وسیله نه شي

له آریانا تلویزیون سره په مرکه کې عباس ستانکزي وویل چې له دې وروسته به (د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې) د طالبانو او امریکایانو تر منځ جګړه نه وي او «مکمل اوربند» به وي. خو نوموړي د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو تر منځ له اوربندڅخه صرف د بین الافغاني مذاکراتو ( چې ټاکل شوې ده د مارچ په لسمه نېټه ترسره شي) د یوې «موضوع» په توګه یادونه وکړه چې هغه وخت او هلته «باید پرې باندې بحث وشي».

په هېواد کې، پر خپلو ورونو افغانانو باندې، د طالبانو وروستیو بریدونو او د هغوی د مشرانو دا ډول موقف او څرګندونې د هېواد دننه او بهر، د سولې د روانو هڅو له طرفدارانو څخه نیولې د اشرف غني‌ د ادارې او د طالبانو د تحرک تر سیاسي مخالفینو (افغانانو) پورې، د ټولو منفي غبرګونونه راوپارول. له یوې سرچینې له مخکې، حتی خپله ځیني طالب مشران وايي: «داسې نه کیږی چې د بهرنیانو څخه مرمۍ و سپموو او پر خپلو افغانانو يي استعمال کړو.»

پر افغان ځواکونو باندې د طالبانو د حملو د بیا پیلېدو وروسته په کابل کې د ولسې جرګې یو غړي، عارف رحماني، په یو پیام کې ولیکل چې «اشغالګران ځي. د جهاد موضوع خود به خوده منتفي کیږي او خپل مشروعیت له لاسه ورکوي. طالبان اوس په کوم شرعي توجیه سره د مسلمانانو پر خلاف جهاد جایز ګني؟!»

په یو بل غبرګون کې، حنیف اتمر هم ولیکل : «هغوی (طالبان) چې ځان زموږ هېوادوال ګني دې ته حاضر دي چې له پردیو سره چې د دوی په اصطلاح پر خلاف یې جهاد کړی دی، اوربند وکړي او له خپل ورورنو سره په پوره بې رحمۍ سره جګړې ته ادامه ورکړي…»

همدا راز، حقوق پوه عبدالستار سعادت خپل د ټویټر په پاڼه کې ولیکل چې «مخکي به طالبانو ویل: افغان سرتېري ځکه وژنو چې دوی زمونږ او د بهرنیو مینځته راځي؛ مونږ مجبور یو، دوی له مخې لرې کړو چې هغو ته ورسېږو. نپوهېږم چې اوس د هغوی د مرګ لپاره کوم منطق کاروي؟ اوس غواړي د هغوی په وژلو چاته ورسېږي؟»

پورتنۍ پوښتني او غبرګونونه ټولي منطقي او پر حق دي. اکثره افغانان په دې باور دي چې د پاکستان نظامیان او استخباراتي اداره یې د افغان امنیتي او دفاعي‌ ځواکونو تضعیف او تجزیه کول غواړي. عوام پر افغان ملي‌ سرتیرو باندې مسلحانه بریدونه د هیواد د دښمنانو (پاکستان) کار بولي. طالب مشران باید د دغه تریخ حقیقت درک او ومني، او د سولې د روانو کوښښونو د ښه پرمختګ پخاطر د افغان امنیتي ځواکونو پر خلاف له جګړې څخه لاس واخلي. په دې کار سره به د دوي په نړۍ واله کچه وروستۍ سیاسي‌ لاسته راوړني هم زیانمنې نه شي.

د سولې دښمنانو ته باید د جنګ پلمې په لاس ورنه کړو

موږ باید کورنیو او بهرنیو جګړه غوښتونکو کړیو ته نور اجازه ورنه کړو چې خپل د شخصي‌ ګټو او بقاء پخاطر زموږ په هېواد کې د اوسنۍ پردۍ جګړې اور ته په مختلفو پلمو لمن ووهي.

طالبان د اشرف غني حکومت « د کابل اداره» بولي او په رسمیت یې نه پیژني. طالب مشران وايي چي «اوسنۍ حکومت له افغانستان څخه نمایندګي نه کوي او غیر قانوني دی…» ظاهرا، په هم دې دلایلو باندې طالبان د افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته نه حاضریږي. اشرف غني د طالبانو او امریکا ترمنځ په سیاسي تماسونو، مذاکراتو او تفاهم کې ځان شپږمه ګوته ګني. د طالبانو او امریکا د مذاکراتو او سیاسي موافقې په پرمختګ کې خپل د سیاسي قدرت او بقاء خاتمه ویني.

د غیر دیموکراتیک او تقلبي انتخاباتو ورسته، د اشرف غني حکومت خپل مشروعیت نور هم له لاسه ورکړی دی. په هیواد کې رامنځته شوی فعلي حالت به د افغانستان د سیاسي‌ مشرانو او طالبانو تر منځ راتلونکي بین الافغاني مذاکرات کامیاب کړي. دا کار د هېواد په خیر دی. په دې مذاکراتو کې پر هره نسخه چې د اکثریتو توافق وشو په هغه کې به د اوسني غیر قانوني حکومت تغر راتولیږي. اشرف غني په هم دې خاطر طالبانو ته نوي شرطونه وړاندي کوي. کله وايي چې د زندانیانیو تبادله نه مني او کله هم طالبانو ته وايي‌ چې له پاکستان څخه راووځئ. دا یوه جدي ستونزه ده. خو طالبان باید دې ستونزې ( اشرف غني) ته پر افغان ځواکونو باندې په بریدونو ځواب ورنه کړي، بلکې د هغو حمایت باید خپل کړي.

طالبان او د هېواد سیاسي‌ مشران باید مسوولانه فکر او په احتیاط عمل وکړي. د لوبې اصلي‌ لوبغاړي لاهم امریکا او پاکستان دي. په روانه لوبه کې باید د هېواد سیاسي رهبر او ټول افغانان په یووالي او اتحاد سره راتلونکي‌ ګامونه پورته کړي خو لومړنۍ ګام مو باید په افغانستان له جګړې او تشدد څخه لاس اخیستل وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون