افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

کابل کې پر شیعه ګانو د داعش د خونړي برید په تړاو غبرګونونه

د کابل ښار د دشت برچي سېمه کې د هزاره ګانو د یوه پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري پر یاد غونډې د خونړي وسله وال برید په تړاو ، چې پړه یې داعش وسله والو پر غاړه واخیسته، په کور دننه او بهر غبرګونونه راغلي.

داعش په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د دوو تنو ځانمرګو بریدګرو احمد تاجک او عبدالرحمن مهاجر له لورې په دې ترسره شوي برید کې لسګونو رافضیانو یا په بله وینا شیعه ګانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت په وینا دا برید چې له کابو شپږ ساعته جګړې وروسته د دریو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید،  په دغه برید کې تر دې دمه د ۲۷ کسانو د وژل کیدو او تر څلویښتو د زیاتو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د دې برید په تړاو تر دې مهاله په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښکاره شوي.

ولسمشر غني د عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین پر مراسمو نننی وسله وال برید پر ملي یووالي حمله او بشري ضد جنایت بللی دی.

ولسمشر غني د دغه برید به تړاو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له عبدالله عبدالله او کریم خلیلي سره یې تماس نیولی او د عامې روغتیا وزارت ته یې امر کړی دی چې د پېښې د ټپیانو کلکه پالنه وکړي: « امنیتی ځواکونه به د پېښې له عاملینو سره جدي برخورد وکړي.»

اجرائیه ریاست بیا دا برید په کلکه غندلی او ویاند یې مجیب رحیمي ویلي دي چې عبدالله عبدالله له پيښې روغ وتلی دی او پر امنیتي ځواکونو یې د کمزورتیا له امله سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې امنیتي مسوولانو باید د غونډې امنیت په کلکه نیولای وای.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال او د هزاره ګانو مشر محمد محقق دغه برید تر ډیره سیاسي بللی دی. نوموړي تایید کړه چې په دې برید کې د ملکیانو، ښځو او ماشومانو په ګډون په ډزو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل دي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په خپل وار دا پر سوله او ملکیانو برید بللی دی.

سرور دانش ویلي، په داسې حال کې چې سولې ته هیلې زیاتې شوې دي، ترهګر او د ازادۍ دښمنان هڅه کوي راتلونکي تحولات زیانمن کړي: « افغانانو ته ډاډ ورکوو چې د دې خاورې دښمنان به هیڅکله خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي، له امنیتي ځواکونو هم غواړم چې ژر تر ژره د دغې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله هم پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، چې دغه برید دوی نه دی کړی.

همداراز په کابل کې د امریکا سفارت هم دابرید غندلی.

د امریکا سفارت سرپرست پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، چې دوی د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو شوی برید سخت خواشینې کړې.

د امریکا سفارت وايي، دوی د افغانستان له خلکو سره د سولې لپاره کلک ولاړ دي.

پاکستان هم په کابل کې د عبدالعلي مزاري د پنځویشتم تلین پر مراسمو وسله وال برید ، چې د سولې په درشل کې ترسره شوی، غندلی او دا یې د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو کار بللی.

 

 

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون